د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې د داعش دېرش کسیزه ډله حکومت ته تسلیم شوه


د لغمان په مرکز مهترلام کې د داعش ډلې د یو قوماندان په ګډون دېرش داعش وسله وال نن پنجشنبه حکومت ته تسلیم شول او خپلې وسلې یې هم ملي امنیت ادارې ته وسپارلې.

د لغمان والي محمد اصف ننګ چې د دغو وسله والو د تسلیمېدو مراسمو کې یې خبرې کولې وویل چې دغه دېرش داعشیان اصلآ د لغمان وو خو کونړ کې یې فعالت کاوه او ملي امنیت ادارې ته تسلیم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "دوی درک کړه چې روانه جګړه یوازې د افغان وژنې ده نو راغلل او وسلې یې پر ځمکه کېښودلې".

هغه زیاته کړه چې په تسلیم شویو کې د داعش ډلې والي فیروز هم شامل دی.

د لغمان ملي امنیت رییس برید جنرال غلام حیدر رحمانزوی وویل چې دغو وسله والو خپلې سپکې او درنې وسلې هم حکومت ته وسپارلې او عادي ژوند ته به دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه چې یادو وسله والو باندې سیمه راتنګه شوې ده او نور یې د جګړې قوت له لاسه ورکړی و.

هغه وايي چې د دې ډلې په تسلیمېدو سره کونړ او لغمان کې امنیت نور هم ښه کېدای شي.

XS
SM
MD
LG