د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کابل د برید مسولیت واخیست


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د داعش ډلې ادعا کړې ده چې د کابل په ښار کې د عبدالعلي مزار د تلین په مراسمو وسله وال برید دوی کړی دی.

په دغه برید کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا ۳۲ تنه وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ژوبل دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د داعش ډلې په یو پیغام کې منلې چې دوی دا برید کړی دی:" دوو وروڼو د مرتدینو په غونډې برید وکړ."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په برید کې دوه وسله وال ښکېل وو او دواړه وژل شوي دي. د وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي دي چې په برید کې ټول وژل شوي او ژوبل شوي ملکیان دي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

عبدالعلي مزاري د حزب وحدت ګوند مشر و چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال له نیول کېدو وروسته وواژه. د جمعې په ورځ (مارچ۶) یې د کابل په ښار کې د تلین مراسم وو. په مراسمو کې اجرایي رئیس عبدالله عبدالله، د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي او ځینې نور سیاستوال هم وو چې ورته زیان نه دی رسېدلی.

ملګرو ملتونو، د امریکا سفارت، ارګ او نورو دا برید غندلی دی. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سي ان بي سي ته ویلي دي چې له طالبانو سره د تړون له لاسلیک کولو وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی دی.

امریکا د فبروري په ۲۹ نېټه په قطر کې له طالبانو سره "افغانستان کې د سولې راوستلو" تړون لاسلیک کړ چې له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار پرانیزي.

XS
SM
MD
LG