د لاس رسي وړ اتصالات

د ټیکساس په یوې کلیسا په برید کې لږترلږه ۲۶ تنه وژل شوي


د ټیکساس په ایالت کې د سین انتونیو د سیمې سره نژدې یو وسله وال په یوه کلیسا په برید کې 26 کسان وژلې دي. په دغه حمله کې کم ترکمه شل تنه زخمیان هم دي. د یادونې وړ ده چې دا په ټیکساس کې د ترټولو خونږی وسله وال برید دی.

د امریکا فیډرالي تحقیقاتي ادارې ایف بي آی او د نورو ادارو کارکونکي سیمې ته د تحقیقاتو لپاره رسیدلي دي.

د ټیکساس د ایالت د ولسن ښاروالۍ یو چارواکي البرټ گمیز خبریالانو ته وویل چې د شلو نه زیات تنه وژل شوي او د شلو پورې نور زخمیان دي.

د دغې وسله والې حملې په هکله لا تراوسه پوره معلومات ندي څرگند شوي. داسې اوازې دي چې حمله کونکی هم د دغې سیمې اوسیدونکې و او دغه کلیسا ته هغه وخت داخل شو چې هلته کې خلکو عبادت کاوه. حمله کونکي کلیسا ته د داننه کیدو سره په خلکو ډزې شروع کړی.

حمله کونکي د ډزو نه وروسته په خپل موټر کې د تښتیدو کوښښ وکړ خو د پولیسو په ْزو کې ووژل شو. تر اوسه پورې لا دا نده معلومه چې حمله کونکی څوک دی.

د امریکا مطبوعات وایي چې دغه کلیسا خپل د یکشنبې د ورځې مراسم په یوټیوب باندې په ژوندۍ بڼه خپروي، نو ممکن چې دغه حمله هم ثبت شوي وي.

د امریکا ولسمشر چې دا وخت اسیا ته په سفر تللی دی، د ټیکساس د دغې خونړي برید په هکله ټویټ کړیدی.

ولسمشر ټرمپ لیکلي دي چې خدای دې د ټیکساس د خلکو مل شي. هغه وویل چې هغه د جاپان نه حالات څاري.

XS
SM
MD
LG