د لاس رسي وړ اتصالات

په ټایلنډ کې د درملنې په موخه د مروانا کارول قانوني شول


نظر پوښتنې ښيي چې د ټایلنډ اوسیدونکو د قانون جوړونکو له دې اقدام څخه پراخ ملاتړ کړی دی. (عکس له آرشیف څخه)
نظر پوښتنې ښيي چې د ټایلنډ اوسیدونکو د قانون جوړونکو له دې اقدام څخه پراخ ملاتړ کړی دی. (عکس له آرشیف څخه)

په ټایلنډ کې قانون جوړونکو ددې هیواد د درملو د کارولو قانون تعدیل کړ او له دې سره یې د درماني اهدافو لپاره د ماروانا او کراتوم کارول قانوني کړل.

کراتوم په ټایلنډ کې یو محلي بوټی دی چې په دودیز ډول د محرکې مادې او د درد ضد لپاره کارول کیږي.

ټایلنډ د آسیا په سهیل ختیځ کې لومړی هیواد دی چې دا ډول اقدام کويؤ خو مالیزیا هم په ورته یوه فیصلې غور کوي.

د نوي زیلانډ حکومت هم د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د ماروانا د کارولو اجازه ورکړه، هغه څه چې له دې مخکې په یاد هیواد کې پرې سخت محدودیت لګیدلی وو.

د تعدیل شوي قانون له مخې په ټایلنډ کې د طبي اهدافو لپاره د ماروانا او کراتوم تولید، صادرات، واردات ، ملکیت او مصرف قانوني شوي دي.

خو هر شرکت او فرد چې د تولیدونکي، عرضه کوونکي او څیړونکو په صفت د ماروانا او کراتوم کار و بار کوي باید جواز ولري او درملتون مجبور دی چې یوازې د ډاکټر د نسخې له مخې پر ناروغانو ماروانا وپلوري.

خو په ټایلنډ کې اوس هم د ماروانا تفریحي کارول غیر قانوني دي او کوم کسان چې سرغړونه کوي زنداني او جریمه به شي.

نظر پوښتنې ښيي چې د ټایلنډ اوسیدونکو د قانون جوړونکو له دې اقدام څخه پراخ ملاتړ کړی دی.

د ټایلنډ د دوايي مصروفو په تعدیل شوي قانون کې راغلي ، وروستیو څیړونو ښودلې چې د ماروانا طبي کارول، ګټه لري.

د مروانې د ګټو په اړه وروستۍ طبي څیړنې ددې لامل شوي چې ګڼ شمیر هیوادونه ددې توکي درماني مصرف قانوني کړي.

اوسمهال په څو اروپايي هیوادونو کې د مروانا درماني کارول اجازه لري. لږ تر لږه د متحدو ایالتونو له پنځوسو ایالتونو له ډلې څخه په درې دیرشو ایالتونو کې هم د مروانا درماني کارول جواز لري.

د کاناډا حکومت کابو درې میاشتې مخکې د مروانا درماني او تفریحي کارول آزاد کړي دي.

XS
SM
MD
LG