د لاس رسي وړ اتصالات

اندراب کې د مقاومت جبهې مرګ ژوبله؛ مسعود: له طالبانو څخه به یې غچ واخلو


د طالبانو د حکومت خلاف د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» په بغلان ولایت کې له طالبانو سره جګړه کې د خپلو دوو تنو قوماندانانو «خیر محمد خیرخوا اندرابي» او «غازي مرادي» د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د یادې جبهې ویاند صبغت الله احمدي تیره شپه ډسمبر ۲۶ (مرغومې پنځمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبانو تېره ورځ په اندراب ولسوالۍ د قوماندان خیر محمد خیرخوا پر مرکز د «خُجِ شهرستان بنو، کندي و کمر سفید، او باغ دره‌ی پُل حصار» له سیمو پراخ بریدونه کړي و.

نوموړي زیاته کړې چې د مقاومت جبهې یادو کسانو مقاومت وکړ، خو په خبره یې د مهماتو خلاصېدو له امله له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي دي.

پر همدې مهال د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مصطفی هاشمي د سې شنبې په ورځ ډسمبر ۲۷ (مرغومې شپږمه) امریکا غږ ته وویل چې دغه عملیات د اندراب په ځينو سیمو کې د «بغاوت کوونکو» د ځپلو په هدف پيل شوي و چې د خیر محمد خیرخوا په ګډون څو تنه وسله وال پکې وژل شوي دي.

هاشمي زیاته کړه چې تر دا مهاله د مقابل لوري د وژل شوو کسانو دقیق شمېر څرګند نه دی. خو په بغلان کې سیمه ییز سرچینې وايي چې د تیرو دوو ورځو په نښتو کې د مقاومت جبهې شاوخوا ۲۵ وسله وال وژل شوي دي.

په اندارب کې یوې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دغه جګړه کې د طالبانو څه باندې ۳۰ کسان هم وژل شوي او شاوخوا ۲۵ تنه ټپیان شوي دي. د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه څه ونه ویل.

پر همدې مهال د «مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود د بغلان ولایت په اندارب ولسوالۍ کې له طالبانو سره جګړه کې د خپلو قوماندانانو وژل کېدو ته غبرګون کې ویلي چې د یادو کسانو غچ به طالبانو څخه واخلي.

د افغانستان ژغورنې مقاومت عالي شورا چې له دغه هیواد څخه بهر فعالیت کوي هم په اندراب کې د خیرمحمد خیرخوا وژل کېدو ته غبرګون ښودلی او طالبان یې «د جګړې او وینې تویولو» عاملین بللي دي.

د جمعیت اسلامي ګوند غړي او په تیر حکومت کې د بلخ والي عطا محمد نور هم ادعا کړې ده چې طالبانو په اندراب ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې یو شمېر وسله وال کسان هم نیولي دي.

ښاغلی نور چې اوس مهال له افغانستان څخه بهر ژوند کوي له طالبانو څخه د یادو بندیانو د ژر تر ژره خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو ۱۶ میاشتو راپدېخوا د پنجشېر او بغلان ولایت په ځينو ولسوالیو کې د مقاومت جبهې وسله والو د طالبانو پر ضد وسله پورته کړې او کله ناکله له یادو ولسوالیو څخه د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په دې وروستیو کې د دغه ډلې مهم قوماندان مولوي عبدالقیوم ذاکر د پنجشېر او اندراب د نظامي مسؤل په توګه وټاکه.

طالبانو پر افغانستان تر خپل حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د جګړي د پای ته رسېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې نور په هیواد کې چاته دجګړې «بهانه» نه ده پاتې.

XS
SM
MD
LG