د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو د ځان او کار په خوندیتوب د ازادو خبریالانو د ټولنې غونډه


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د طالبانو د اسلامي امارت غوښتي، چې رسنیو ته دې کړنلاړې د رسنیو د استازو سره د سلامشورو پراساس ترتیب کړي او هم دې د رسنیو اقتصادي وضعیت ته په کتو د هغوی مالیاتي جرمونه وبخښي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د دغې ټولنې د ۳۴ ولایتونو د استازو په ګډون د خبریالانو په ځانګړي ډول په ولایتونو کې د خبریالانو د ستونزو او د طالبانو له اسلامي امارت څخه د هغوی د غوښتنو لپاره په کابل کې د چهارشنبې په ورځ دسمبر اول (لیندۍ ۱۰) یوکنفرانس جوړ کړی وو.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې کنفرانس چې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته په ملي کچه ترټولو لوی کنفرانس و، هدف یې افغان خبریالانو ته په بیلابیلو برخو کې مصونیت برابرول وو.

حجت الله جاوید مجددي، چې د دغې ټولنې د اجرائیوي رئیس په توګه ټاکل شوی امریکا غږ ته وویل، چې په عمومي ډول په دې کنفرانس کې په تیرو شاوخوا څلورو میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو پر وضعیت خبرې وشوې او په ځانګړي ډول د خبریالانو د ځان او کار د خوندیتوب په باب بحثونه وشول.

ښاغلي مجددي وویل، چې د اګست په ۱۵ مه د طالبانو د واکمن کیدو وروسته د بندو شویو رسنیو او خبریالانو د بې کاره کیدو په مسله او د خبریالانو د راتلوونکې په اړه هم خبرې وشوې.

یو ازاد حبریال مطیع الله سرور چې د لوګر ولایت د خبریالانو په استازیتوب یې په دې کنفرانس کې ګډون درلود امریکا غږ ته وویل، چې په کنفرانس کې د خبریالانو له خوا د خپلو ستونزو د مطرح کولو ترڅنګ د طالبانو له حکومت څخه هم ځینې غوښتنې لرلې، چې په پریکړه لیک کې هم ورته ځای ورکړل شوی دی.

ښاغلي سرور وویل: "په دغه کنفرانس کې بحث دا وو، چې څنګه کولی شو د خپل ځان او دندې مصونیت ترلاسه کړو او همدارنګه یو لړ پشنهادات حکومت او نړیوالې ټولنې ته هم وشو... بله مسله، چې له حکومت وغوښتل شو، چې باید رسنیو ته مالیات معاف شي".

مطیع الله سرور وویل چې اطلاعاتو ته د لاس رسي مسله د ګډونوالو له خوا په ځانګړي ډول په ولایتونو کې د یوې جدي ستونزې په توګه مطرح شوه: "ولایتونو کې ویاندویان نشته، خو خوشبختانه هلته د کورنیو چارو وزارت ویاند ډاډ ورکړ، چې اتو ولایتونو ته ویاندویان ټاکل شوې دي او همدارنګه نورو ولایتونو ته به په نږدې ورځو کې وټاکل شي"'.

ددغه کنفرانس ګډونوالو په افغانستان کې د یو شمیر رسنیو د بندیدلو او د خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو په بې کاره کیدو هم ژوره اندیښنه څرګنده کړه او ويې ویل که چيرې نړیواله ټولنه ورسره مرستې و نه کړي نو کیدای شي، نورې رسنۍ به هم وتړل شي او خبریالان به بې کاره شي.

XS
SM
MD
LG