د لاس رسي وړ اتصالات

نیکلاسن طالبانو ته: د متخصصو افغانانو مشورې واورئ، همدغه انحصار تېر حکومت سقوط کړ


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې د نجونو او هلکانو پر مخ د ښوونځیو خلاصولو ترڅنګ له نوموړي غوښتي چې حکومت دې د باتجربه افغانانو مشورو ته هم غوږ شي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د شنبې په ورځ ناوخته مارچ څلورمه (کب ۱۳) په یوې اعلامیې کې د ښاغلي نیکلاسن له قوله ویلي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د نجونو او هلکانو له زده کړو څخه ملاتړ کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي له قوله ویل شوي: " افغان نجونې او هلکان زدکړه غواړي او موږ هم د دواړو له تعلیم څخه ملاتړ کوو؛ هیله لرم په افغانستان کې د هلکانو او نجونو پرمخ د زدکړو دروازې پرانیستل شي."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان تر حاکمیت وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امرثاني پورې بندل کړل.

د طالبانو د پوهنې وزارت هغه ویلي وو چې دوی د نجونو ښوونځيو بیرته پرانیستلو په اړه پر یوې هر اړخیزې طرحې او د یو مناسب چاپېریال پر رامنځته کولو کار کوي، خو د څه باندې یو کال په تېرېدو سره لا هم د یادې طرحې بشپړېدو په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

په دغه اعلامیه کې د اروپايي ټولنې د استازې نیکلاسن له قوله ویل شوي"اسلامي امارت دې له حکومت څخه بهر د متخصصو او باتجربه افغانانو سلا مشورې هم واوري، ځکه د افغانستان تېر حکومت هم همدې انحصار ونړاوه."

د طالبانو پر حکومت یو انتقاد دادی چې په کابینه کې ټول د «اسلامي‌امارت» غړي دي‌ او یوه ښځه هم په کې نشته. نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي‌ چې حکومت همه شمول کړي او د ټولو افغانانو نظرونه واوري.

خو د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دغه لیدنه کې ویلي چې د افغانانو د «دین او فرهنګ په چوکاټ» کې د بشري حقونو درناوی کیږي او په خبره یې «اسلامي امارت» ټول شموله حکومت ته ژمن دی.

په دغه بیان کې د مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي: "د افغانانو د دین او فرهنګ په چوکاټ کې د بشر د حقوقو درناوی کېږي او اسلامي امارت ټولګډونه حکومت ته ژمن دی هڅه کوو متخصص او هیواد ته ژمن خلک نور هم په حکومت کې ځای کړو... امارت دیني او عصري زدکړه د هر افغان دیني او بشري حق بولي او پدې برخه کې د نړیوالو بې غرضه مرستې هم غواړي."

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی خو تراوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمت نه دی پیژندلی.

د بیان له مخې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازې سره لیدنه کې ویلي چې «اسلامي امارت» د مشروعیت شرایط پوره کړي او په خبره یې نړیواله ټولنه یې باید په رسمیت وپيژني.

د بیان له مخې مولوی عبدالکبیر ویلي چې د طالبانو حکومت له نړۍ سره د متقابل درناوي په فضا کې مثبت تعامل غواړي او له اروپايي ټولنې څخه یې غوښتي هغوی دې تعامل ته لاره هواره کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت له دفتر څخه خپره شوې اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې د اروپايي ټولنې استازې په دغه لیدنه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د وام په اړه ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې ټولې ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

د افغانسان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي تر دا مهاله د دغه لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي نیکلاسن د تیرې چهارشنبې په ورځ کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره لیدنه کې د سیاسي او امنیتي مسایلو ترڅنګ له اداري فساد سره د مبارزې او افغانستان سره ددغې ټولنې د بشري مرستو د دوام په اړه هم خبرې کړي وې.

XS
SM
MD
LG