د لاس رسي وړ اتصالات

د ویزو د بهیر تر بشپړیدو پورې افغان ژباړونکي بل هیواد ته انتقالیږي


د امریکا حکومت ویلي د ځانګړو ویزو یو شمیر افغان درخواست کوونکي د افغانستان پر ځای بل هیواد ته لیږدوي.
د امریکا حکومت ویلي د ځانګړو ویزو یو شمیر افغان درخواست کوونکي د افغانستان پر ځای بل هیواد ته لیږدوي.

سپینه ماڼۍ وایي د هغو افغانانو سره د مرستې لپاره پخپلو ژمنو ولاړه ده چې په افغانستان کې یې د امریکایي پوځیانو او د امریکا له حکومت سره کار کړی.

د امریکا حکومت وایي دې کسانو د خپل او د خپلو کورنیو ژوند ته غټ خطر منلی او د مرستې لپاره په ټولو امکاناتو په فعاله توګه کار روان دی.

امریکا د دغو افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو پروګررام طرحه کړی خو شکایت دا دی چې دا بهیر ډیر اوږدی. د امریکا حکومت هم مني چې ډیر شمیر افغان ژباړونکي کالونه کیږي چې د خپلو ویزو د تر لاسه کولو لپاره انتظار دي.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چاروکي ویلي چې ټاکل شوې یو شمیر افغان ژباړونکي تر څو یې چې د ویزې په غوښتنلیکونو کار کیږي، د افغانستان څخه بل هیواد ته ولیږدول شي.

دغه چارواکي ویلي، " د ځانګړو ویزو یو شمیر درخواست کوونکي مو مشخص کړي چې د ژباړونکو په توګه یې کار کړی. دا کسان به د سپټمبر د میاشتې نه وړاندې چې د عسکرو د ایستلو بهیر بشپړیږي، د ویزو د پاتې بهیر تر بشپړیدو د افغانستان پر ځای بل موقعیت ته ولیږدول شي. "

دي حکومتي چارواکي ندي ویلي چې د دې افغان ژباړونکو شمیر څومره دی او کوم ځای ته به انتقالیږي خو دومره یې ویلي چې دا هغه ژباړونکي دي چې د ځانګړو ویزو د تر لاسه کولو په پروسه کې شامل دي.

تر دې وړاندې د امریکا د کانګریس یو شمیر غړیو هم د حکومت نه غوښتي و چې د افغان ژباړونکي دې د افغانستان نه وایستل شي او په بل ځای کې دې ځای پر ځاي شي.

د امریکا د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمیټې یو لوړپوړي غړي مایک مک‌کال څه موده وړاندې ویلي و،امریکا باید یو دریم هیواد ته ددغو کسانو په ایستلو غور وکړي، لکه بحرین، کویټ او عربي متحده امارات تر څو چې د هغوی درخواستونه خپل پړاونه تیر کړي او ویزه ترلاسه کړي.

د دې هیوادونو تر څنګ د امریکا د متحده ایالتونو تر قلمرو لاندې د یو کوچني ټاپو «ګوام» چارواکو هم ویلي وو چې‌ چمتو دي په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو ځواکونو ژباړونکو او همکارانو ته موقتې سرپناوې برابرې کړي.

د دغه ټاپو چارواکو ټېنګار کړی دی چې باید په دې اړه له هغوی سره سلا مشورې وشي او په پرېکړو کې دخیل شي.

د «ګوام» والۍ «لو لیون ګواریرو» د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ته په دې اړه یو لیک استولی او لیکلي دي‌ چې غواړي پوه شي دا پرېکړه د «ګوام» د خلکو د ملي ګټو په اساس کیږي.

د ځانګړو ویزو پروګرام شاوخوا یوه لسیزه مخکې پیل شو. د امریکا متحده ایالاتو ۲۶۵۰۰ویزې ترجمانانو، خاصو کارکوونکو او نورو کسانو ته چې د امریکا سره په کار کولو ورته ګواښ متوجه دی منظور کړي دي.

ویل کیږي چې د شاوخوا ۱۸۰۰۰ افغانانانو چې د امریکایي ځواکونو او حکومت سره یې د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا په افغانستان کې کار کړی، د ځانګړو ویزو د تر لاسه کولو لپاره یې غوښتنلیکونه لا هم په پروسه کې دي او ویزې یې ندي تر لاسه کړي.

امریکا وایي چې د افغانستان نه د عسکرو تر وتلو وروسته به هم په کابل کې د دوي سفارت د ځانګړو ویزو په پروګرام کار کوي او ډاډ یې ورکړی که لازم وبلل شي، د افغان ژباړونکو د ایستلو لپاره نور احتمالي پلانونه هم عملي کاندي.

امریکا پداسې وخت کې بل ځای ته د افغان ژباړونکو د انتقال خبرې کوي چې څه موده وړاندې دغو کسانو په کابل کې مظاهرې وکړلې او خبرداری یې ورکړ چې د عسکرو تر وتلو وروسته یې ښایي طالبان ووژني.

خو طالبانو په یوې اعلامیې کې وویل چې د دې کسانو سره کار نلري او ترې وغوښتل چې هیواد دې نه پریږدي.

XS
SM
MD
LG