د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار سازمان طالبانو ته: استاد مشعل ژر خوشي کړئ


اسماعیل مشعل چې طالبانو نیولی
اسماعیل مشعل چې طالبانو نیولی

د بشري حقونو څار سازمان په کابل کې د طالبانو حکومت لخوا د یوه خصوصي پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل پر نیول کېدو انتقاد کړی او له هغوی څخه یې غوښتي چې نوموړی ژر تر ژره خوشي کړي.

دغه سازمان همدارنګه د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې پر اسماعیل مشعل هر ډول لګول شوي تورونه لیري او په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو پر ګډون لګول شوي بندیزونه دي هم پای ته ورسوي.

د پوهنتون دغه استاد په دې وروستیو کې د نجونو او ښځو په زده کړو باندې د طالبانو حکومت د بندیزونو په غبرګون کې یوه لاسي کراچۍ جوړه کړې وه او د کابل ښار په واټونو کې به یې پر خلکو کتابونه په وړیا توګه وېشل.

مشعل د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ (سلواغې ۱۲) امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو څخه د ملاتړ په هدف یې د کابل یوه خصوصي پوهنتون کې له تدریس څخه لاس اخیستی او اوس مهال بېکاره دی.

د بشري حقونو څار سازمان د سې شنبې په ورځ فبرورۍ اوومه (سلواغې ۱۸) پدې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "طالبانو د واک تر لاسه کولو څخه، د هغو معترضو ښځو په وړاندې چې د ټولو افغانانو لپاره یې د (ښځو، کار، ازادي) په اړه سوله ییز شعارونه ورکول ، خاموشه کړي دي. د ښاغلي مشعل نیول دا ښيي چې د طالبانو لخوا د مخالفتونو نه زغمل یوازې تر ښځو پورې محدود نه دی."

د استاد مشعل نیول کېدل په دې وروستیو کې پراخ غبرګونونه پارولي او تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان او د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د بشري حقونو شورا راپور ورکوونکي هم د طالبانو له بند څخه د هغه خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

د بخښنې نړیوال سازمان د فبرورۍ درېمه (سلواغې ۱۴) ویلي و ښاغلي مشعل چې د ښځو حقوقو د نقض په غبرګون کې سوله ییز اعتراض پيل کړی و، د طالبانو اړوند کسانو لخوا په «خپل سري» توګه تر نیولو وروسته زنداني شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت هم د طالبانو حکومت لخوا د پوهنتونو د دغه استاد نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او د خلاصولو غوښتنه یې کړې وه.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مسؤل عبدالحق حماد د استاد اسماعیل مشعل نیول کېدل تائید کړي و او ویلي و چې هغه د څه وخت راپدېخوا د (طالبانو حکومت د تخریب) په هڅه کې و.

د دغه استاد دوستانو ویلي چې د طالبانو اړوند کسانو د تیرې پنجشبې په ورځ ښاغلی مشعل د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه نیولی او ناڅرګند ځای ته یې وړی دی.

XS
SM
MD
LG