د لاس رسي وړ اتصالات

د پوهنتون یو استاد د نجونو پر زده کړو بندیز ته په غبرګون کې خلکو ته کتابونه ډالۍ کوي


 اسماعیل مشعل
اسماعیل مشعل

په کابل کې د پوهنتون یو استاد د نجونو او ښځو پر زده کړو د طالبانو حکومت د بندیز پرېکړې ته په غبرګون کې وايي، یوه لاسي کراچۍ یې چمتو کړې او له دې لارې غواړي چې د ښځینه محصلینو په ګډون خلکو ته زرګونه جلده کتابونه په وړیا توګه ورسوي.

د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ لومړۍ (سلواغې ۱۲) امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو څخه د ملاتړ په هدف، د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې له تدریس څخه لاس واخیستی او اوس مهال بېکاره دی.

ښاغلي مشعل زیاته کړه چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو حکومت تر بندیز وروسته یې دارالامعلمین او خصوصي ښوونځی چې لسګونه محصلین او زده کوونکې پکې و تړل شوي دي.

هغه وویل: "ما چې پوهنتون کې خپل ۲۱زره جلده کتابونه لرل، په کراچۍ کې مې ترتیب کړي او په وړیا توګه یې خلکو ته ډالۍ ورکوم. دغه کتابونه د بېلابېلو برخو کې دي."

په لاسۍ کراچۍ کې د دغه استاد د یښودل شوو کتابونه ټولنیزو رسنیو ته هم راوتلي دي او ګڼو کسانو د هغه د دې کار ستاینه کړې ده.

ښاغلي مشعل همدارنګه وویل چې تر څو چې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بیرته د ټولو نجونو پر مخ نوي پرانیستل شوي دی به خپل اعتراض ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پوهنتون دغه استاد د نجونو پر زده کړو د بندیز غبرګون کې په یوه تلویزیون خپرونه کې خپل تحصیلي اسناد وشکول.

هغه په یاده تلویزیوني خپرونه کې وویل چې تر دې وروسته، تحصیلي اسناد په درد نه خوړل کیږي او افغانستان د افغانانو لپاره د تحصیل ځای نه دی.

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په ټول هیواد کې په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه ولګول او نه یوازې یې ښځې په دولتي دفترونو کې د کار کولو څخه منع کړي بلکې په غیر دولتي موسسو کې یې هم د ښځو په کار بندیز ولګاوه.

همداشان طالبانو ښځې او نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو محرومې کړي دي او یوازې تر شپږم ټولګي پورې یې نجونو تعلیم ته اجازه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۲۲ میلادي په ډسمبر میاشت کې تر امرثاني پوري په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوی.تر هغه څو ورځې وروسته د طالبانو د اقتصاد وزات په غیر دولتي سازمانونو او موسسو کې د ښځینه کار کوونکو پر کار کولو باندې هم بندیز ولګوی.

طالبانو پخپلې تازه پرېکړې کې د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازمویونو کې د ښځینه محصلینو پر ګډون هم بندیز اعلان کړ.

پر افغان مېرمنو د طالبانو محدودیتونه په پراخه کچه غندل شوي او له هغوی څخه غوښتل چې د ښځو د زده کړو او کار په اړه خپل پرېکړه بیرته واخلي.

XS
SM
MD
LG