د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو یو چارواکي کابل کې د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل نیول تائید کړل


 اسماعیل مشعل
اسماعیل مشعل

د طالبانو د حکومت یو چارواکی وايي، چې د پوهنتون یو استاد اسماعیل مشعل، چې د طالبانو له خوا په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې یې یو مدني اعتراض پیل کړی و د طالبانو د امنیتي ساتوونکو له خوا نیول شوی او بندي شوی دی.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو رئیس عبدالحق حماد د پنجشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ دوهمه ( سلواغې ۱۳) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې ښاغلی مشعل د څه مودې راهیسې د بیلا بیلو لارو د " نظام په تخریب" بوخت و.

ښاغلي حماد ویلي، چې د پوهنتون دغه استاد وروسته له هغه د طالبانو د امنیتي ساتوونکو له خوا ونیول شو، چې یو شمیر خبریالان یې پر ځان راټول کړي و او ګډوډي یې رامنځ ته کړې وه.

اسماعیل مشعل، د طالبانو د حکومت له خواد نجونو او ښځو د تعلیم د منع کیدو د پریکړو سره د مخالفت لپاره دوه ورځې دمخه یوه لاسي کراچۍ چمتو کړې وه او د کابل ښار په مختلفو برخو کې یې خلکو ته په ځانګړي ډول زده کوونکو نجونو او هلکانو ته کتابونه ډالۍ کول.

ښاغلي مشعل د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ اول ( سلواغې ۱۲) امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې خپل دغه مدني حرکت یې د هغو ښځو او نجونو څخه د ملاتړ لپاره پیل کړی، چې په افغانستان کې په خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو له بهیر څخه منع شوي او اوس مهال وزګاردي.

ښاغلي مشعل وویل: "ما چې پوهنتون کې خپل ۲۱زره جلده کتابونه لرل، په کراچۍ کې مې ترتیب کړي او په وړیا توګه یې خلکو ته ډالۍ کوم. دغه کتابونه د بېلابېلو برخو دي."

د اسماعیل مشعل خپلوان وايي، چې د طالبانو امنیتي ساتوونکو د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په درییمه امنیتي حوزه کې استاد مشعل نیولی او نامعلوم ځای ته یې له ځان سره وړی دی.

د استاد مشعل د خپلوانو د ادعا پر اساس کله، چې د پوهنتون دغه استاد د کابل ښار دهبوري په سیمه کې لارویو ته کتابونه ډالۍ کول د طالبانو ساتوونکو له خوا ونیول شو او حتی چې وډبول شو.

د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل د نیولو وروسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د دغه استاد نیولو ته پراخه غبرګونونه څرګند کړي دي او د طالبانو د حکومت پر دې اقدام یې سخت انتقادونه کړي دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت له خوا د تیر ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستۍ اونۍ کې په پوهنتونونو کې پر ښځو او نجونو د زده کړو د بندیز د اعلان وروسته اسماعیل مشعل په یوه ژوندۍ تلویزیوني خپرونه کې ددغې پریکړې سره د مخالفت په ډول خپل تحصیلي اسناد وشکول.

هغه دغې تلویزیوني خپرونې ته وویل، چې له دې وروسته یې تحصیلي اسناد په درد نخوري او افغانستان ددې هیواد د اوسیدونکو لپاره د زده کړو ځای نه دی.

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په ټول هیواد کې په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي او نه یوازې یې ښځې په دولتي دفترونو کې د کار کولو څخه منع کړي بلکې په غیر دولتي موسسو کې یې هم د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو ښځې او نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو محرومې کړي دي او یوازې تر شپږم ټولګي پورې یې نجونو تعلیم ته اجازه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۲۲ میلادي په ډسمبر میاشت کې تر امرثاني پوري په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه. ددغې پریکړې وروسته د طالبانو د اقتصاد وزات هم په غیر دولتي سازمانونو او موسسو کې د ښځینه کار کوونکو پر کار کولو باندې هم بندیز ولګوه.

طالبانو پخپلې تازه پرېکړې کې د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازمویونو کې د ښځینه محصلینو پر ګډون هم بندیز اعلان کړی دی.

پر افغان مېرمنو د طالبانو محدودیتونه په پراخه کچه غندل شوي او له هغوی څخه غوښتل چې د ښځو د زده کړو او کار په اړه خپل پرېکړه بیرته واخلي.

XS
SM
MD
LG