د لاس رسي وړ اتصالات

بهرنیو چارو وزارت د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې د اعلامیې هر کلی وکړ


عکس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ.
عکس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جګړې غندلو په اړه د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې د اعلامیې هر کلی وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې د یوې اعلامیې په ترڅ کې په افغانستان کې هدفي بریدونه غندلي او د ملکي وګړو، دیني علماو او بشري حقونو د مدافینو په نښه کول یې د بشري او نړیوالو اصولو خلاف بللي دي.

د مسلمانو عالمانو نړیواله ټولنه چې مرکز یې په قطر کې دی د نړۍ پر نورو دیني علماو هم غږ کړی چې په افغانستان کې د جګړې غندنه وکړي او د جګړې پای ته رسېدو او اوربند ټینګېدو لپاره کار وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه فبروري شپږمه ( سلواغې ۱۸) په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې په قطر کې د مسلمانو عالمانو د نړیوالې اتحادیې د اعلامیې څخه هرکلی کوي، د نړیوالې ټولنې له سوله غوښتونکو او آزادۍ غوښتونکو هیوادونو څخه غواړي چې د بې ګناه خلکو وژنې وغندي او په افغانستان کې د تاوتریخوالي او وینو تویولو د بندیدو غوښتنه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پلازمینه کابل کې نن شنبه په دوو ماین چاونو کې یو تن وژل شوی او شپږ تنه نور ټپان شول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند فردوس فرامرز په وینا په ټپیانو کې درې اهل هنود افغانان هم شامل دي.

تر دا مهاله د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG