د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۲۰ کال کې ۸۵۰۰ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ـ راپور


په ۲۰۱۹ کال کې د ملکي وکړو مرګ‌ ژوبله په ټوله کې ۱۰۷۷۲ تنه وه چې په هغو کې ۲۸۱۷ تنه وژل شوي او ۷۹۵۵ تنه ټپيان شوي ؤ.
په ۲۰۱۹ کال کې د ملکي وکړو مرګ‌ ژوبله په ټوله کې ۱۰۷۷۲ تنه وه چې په هغو کې ۲۸۱۷ تنه وژل شوي او ۷۹۵۵ تنه ټپيان شوي ؤ.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تیر ۲۰۲۰ کال کې ۸۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یاد کمېسیون نن چهارشنبه جنورۍ ۲۷( سلواغې اتمه) پخپل کلني راپور کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۲۹۵۸ تنه وژل شوي او ۵۵۴۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کې د ملکي تلفاتو کچه کې ۲۱سلنه کموالی راغلی دی.

په ۲۰۱۹ کال کې د ملکي وګړو مرګ‌ ژوبله په ټوله کې ۱۰۷۷۲ تنه وه چې په هغو کې ۲۸۱۷ تنه وژل شوي او ۷۹۵۵ تنه ټپيان شوي ؤ.

په یاد راپور کې راغلي:"د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د ثبت شويو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د ۸۵۰۰ قربانيانو په ډله کې، ۵۵۳۹ نارينه، ۸۴۷ ښځې او ۲۰۱۹ ماشومان شامل دي. د يادونې وړ ده چې د ۹۵ سلنه قربانيانو جنسيت تشخيص شوی نه دی."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د دوی د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۰کال کې د طالبانو د راکټي بريدونو په مرګ‌ ژوبله کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی او په یاد کال کې د طالبانو په بريدونو کې ۱۵۲۳تنه وژل شوي او ۳۰۴۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

راپور وايي، په ۲۰۱۹ کال کې د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې شمېر ۷۷۲۷ تنو ته رسېده.

یاد کمېسیون همدارنګه زیاتوي چې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د داعش ډلې په بريدونو کې هم ۱۶۰ تنه يې وژل شوي او ۲۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د حکومتي ځواکونو او د افغان دولت د نړيوالو ملاتړو د بريدونو له امله هم ۳۸۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۸۶۳ تنه ټپيان نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې په دغه کال کې د افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ملاتړو ځواکونو لخوا د ملکي مرګ ژوبلې کچه کې ۱۶ سلنه کموالی راغلی دی.

سرچینه وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د سړک غاړې ماینونو او موټر بمونو له امله رامنځته شوې ده. او تر هغه وروسته په تر تیب سره هدفي بریدونه او هوايي بریدونه د ملکي مرګ ژوبلې نور لوی لاملونه دي.

یاد کمېسیون د جګړې پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.خو افغان حکومت، مېشتو نړیوالو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغه راپور په اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر داسې مهال دا راپور خپروي چې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شو.

د افغان چارواکو په وینا د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو سره هم مهاله په هیواد کې د تاوتریخوالي پېښو زور اخیستی دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي روانه اونۍ ویلي چې اوربند او رغنده مذاکرات یې له طالب استازو سره خبرو کې له لومړیتوبونو څخه دي.

بلخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي غړي او ویاند نادر نادري تیره ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې له تیرو نهو ورځو طالب استازي مذاکراتو ته نه دي حاضر شوي. خو وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG