د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

ځينو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له هېواد څخه وتلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت د یو چارواکي له خولې لیکلي دي چې ولسمشر غني، د ملي امنیت د شورا مشاور حمدالله محب او د چارو د ادارې مشر فضل فضلي تاجکستان ته تللي دي.

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) وایي په افغانستان کې خپل دپلوماتیک شتون ساتي او د کابل د هوایي ډګر په فعال پاته کیدو کې مرسته کوي.

د ناټو یو مقام وویل چې دغه تړون د افغانستان وضعیت په پرله پسې توګه ارزوي.

د اماراتو هوايي شرکت نن یکشنبه اګست ۱۵ (زمري۲۴) وویل چې د کابل د هوايي ډګر د ځغاست لیکې د موقتې بندېدو له کبله له کابل څخه یې یوه الوتکه بېرته ګرځېدلې ده.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د اماراتو هوايي شرکت ۷۷۷ بوینګ الوتکه چې د کابل د هوايي ډګر په فضا کې وه، ویې نشوه کولای چې کښیني او بېرته دوبۍ ته ولاړه.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې مسکو له نورو هېوادونو سره په ګډه هلې ځلې کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غړي پر افغانستان غونډه وکړي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG