د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د امریکا د کانګرس غړي مایکل مک‌کال، د پوځي عملیاتو د پای دمخه له افغانستان څخه بهر د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د خبریالانو په انتقال کې د امریکا د حکومت "ناکامي"، "سپکاوی" ګڼلی دی.

د متحده ایالاتو د کانګرس دغه جمهوري غوښتونکي غړي وویل: "پوره سپکاوی دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې ټول محلي کارکوونکي یې انتقال کړي، پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د ادارې په سلګونو خبریالان او د هغوی کورنۍ یې پریښودي دي."

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د تخلیې د عملیاتو په جریان کې چې د اګست په ۳۰پای ته ورسیدل، د امریکایي پوځیانو او دپلوماتانو د کړنو په ستایلو سره ددې عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان څخه بهر د ۱۲۰زره تنو د انتقالولو خبر ورکړ.

د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو ادارۀ د امریکا د فدرال حکومت یوه خپلواکه اداره ده چې د امریکاغږ او ازادۍ رادیو په ګډون د رسنیو څو شبکې لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د افعانستان نژدې نیمايي نفوس ۱۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

انتونیو ګوتریش په افغانستان کې د پراخېدونکي بشري او اقتصادي ناورین او د اساسي خدماتو د زیانمنېدو د ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو نیمايي برخه به یې له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د ګوتریش په وینا په هرو درې افغانانو کې یو یې په دې نه پوهیږي چې راتلونکي خواړه به له کومه کوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما نن چهارشنبه سپټمر لومړۍ ( وږې لسمه) د ښاغلي ګوتریش له قوله ویلي: "نن، د افغانستان نژدې نیمايي نفوس – ۱۸ میلیونه وګړي – د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري له پنځه کلنۍ د ښکته عمر لرونکو ماشومانو څه باندې نیمايي به یې په راتلونکي کال کې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. خلک هره ورځ اساسي خدماتو او توکو ته لاسری له لاسه ورکوي. یو بشري ناورین په څرګندیدو دی."

هغه ټینګار کړی چې افغان ښځې، ماشومان او نارینه تر بل هر وخته د نړیوالې ټولنې مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري او په خبره یې د بشر ي مرستو د پوره کولو وخت دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې روان کال یې ۸ میلیونه افغانانو ته مرستې رسولي او په تیرو پنځلسو ورځو کې ۸۰ زره بېځایه شوو خلکو ته د مرستې کڅوړې رسولي دي.

ګوتریش ټینګار کړی چې د یوې سختې وچکالۍ او د سختو ژمنیو شرایطو په منځ کې، اضافي خواړه، سرپناه او روغتیایي توکي باید په عاجل ډول دغه هیواد ته ولیږدول شي.

"زه له ټولو خواوو غواړم چې د ژوند ژغورنې او د ژوندي پاتې کیدو لپاره د خوړو او همدارنګه د ټولو بشري چارو نارینه او ښځینه کارکونکو ته لاسرسي‌ اسانه زمینه مساعده کړئ."

د تیرو ۱۶ ورځو راپدېخوا پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته لا هم لوی بانکونه، د اسعارو د تبادلې مرکرونه او سوداګریز مارکېټونه په بشپړه توګه نه دي پرانیستل شوي.

د یاد وضعیت له رامنځته کېدو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې شوي او د تیر حکومت د زرګونو مامورینو او ښوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې ټول موجده بانکونه به ژر تر ژره پرانیستل شي او خلکو ته یې ډاډ ورکړی و چې خپلو دندو ته حاضر شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي له افغانستان څخه د امریکایي‌ پوځیانو په وتلو سره ، د امریکا دیپلوماتیک حضور له کابل څخه د قطر دوحې ته انتقال شوی دی.

اسوشیټډ پرس خبري آژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ند پرایس له قوله خبر ورکړی چې" له افغانستان سره د امریکا د تعامل نوی فصل پرانیستل شو." په دوحه کې د امریکا نماینده ګي په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماسۍ مدیریت کوي.

د بهرنیو چارو زوارت ویاند نیډ پرایس وویل:" په دوحه کې به زموږ نماینده ګي د قونسلي چارو، بشري مرستو د ترتیب او تنظیم او له طالبانو سره زموږ متحدینو، شریکانو او سمیه ایزو او نړیوالو متحدینو د تعامل په برخه کې د همغږۍ تر څنګ د افغانستان سره په راتلونکې کې زموږ د دیپلوماسي د سمبالیدو په برخه کې کار وکړي."

امریکایي چارواکي وايي‌ وروسته له هغه چې طالبانو افغانستان د دویم ځل لپاره ونیو هغوی وکړای شول څه باندې یوسلو شل زره امریکایي اتباع، بهرنیان او افغانان له هغه هیواد څخه وباسي.

خو اوس هم د سل ګونو بهرنیو اتباعو په ګډون لس ګونه امریکایان او د نړیوالې ټولنې لس ګونه زره افغان همکاران له افغانستان څخه د وتلو هڅه کوي او عمده دلیل یې دادی چې هغوی د طالبانو له غچ اخیستلو څخه ویریږي.

نیډ پرایس وویل:" د بهرنیو چارو وزارت به خپلو دیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي‌ څو هر امریکایي، هر افغان همکار او هر بهرني تبعه ته چې غواړي له افغانستان څخه ووځي د خوندي وتلو اطمینان رامنځ ته کړي."

ښاغلي‌ پرایس زیاته کړه امریکا د کابل د هوایي ډګر د ملکي برخې د ژر پرانیستلو ملاتړ کوي.

د فرانسې جمهور رئیس امانول مکرون او د هالنډ لومړي وزیر مارک روټا د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ په پاریس کې د نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان بحث وکړ.

د هالنډ لومړي وزیر څرګنده کړه هغوی په دې لیدنه کې پر دې بحث وکړ چې څنګه په یو شکل بیا په کابل کې حضور پیدا کولی شي څو له افغانستان څخه د هالنډي اتباعو د ایستلو تر څنګ دا ډاډ ترلاسه شي‌ هغه هیواد بیا په داسې یوه ځای بدل نشي چې ترهګر ورڅخه راشي.

دغه ملاقات په داسې حال کې وشو چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن نظامي حضور د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ په رسمي ډول پای ته ورسید.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG