د لاس رسي وړ اتصالات

"ډوریان" طوفان د بهاما له ځپلو وروسته کاناډا ته مخه کړې


پداسې حال کې چې د "ډوریان" د سمندري طوفان د قربانیانو لپاره په بهاما کې د لټونې عملیات لا هم روان دي رسمي شمیرې ښیي چې تر اوسه ددې توفان په وجه ۴٣ کسان مړه شوي دي.

مقامات وایي ویره شته چې په راتلونکو ورځو کې د لټونې د عملیات په پرمختگ سره ددې غمیزې د مرگ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.

تیره ورځ داسې رپوټونه وو چې د ډوریان طوفان وروسته "په سلگونو او ښایي په زرگونو" کسان د بهاما په ټاپوگانو کې بدرکه شوي وي.

مقاماتو ویلي چې د لټونې عملیات د سیلابونو او د وروستیو ورځو د طوفانونو په وجه د ویجاړیو له کبله ورو شوي دي.

د "ډوریان" سمندري طوفان په ١٨٥ کیلومتر سرعت د بهاما ټاپوگان وځپل، بې شمیره کورونه یې ړنگ او نابود کړل او خورا زیات تاوانونه یې واړول.

بهاما ته د غذایي توکیو، اوبو، د انرژۍ د تولید د وسایلو او نورو ضروري شیانو د لیږلو لپاره نړیوالې هڅې هم پیل شوي دي. د امریکا حکومت، ملگرو ملتونو، بریتانیا او یو شمیر نورو سازمانونو ددغو مرستو په استولو کې برخه اخیستې ده.

په بهاما ټاپوگانو کې د پراخو ویرانو وروسته د ډوریان طوفان د امریکا د متحده ایالاتو د فلوریدا ایالت ختیځ سواحلو، جورجیا، جنوبي کارولینا او شمالي کارولینا ته رسیدلی، خو زور او سرعت یې کم شوی دی.

د امریکا د هوا پېژندنې ملي اداره وایې چې د ډوریان طوفان د کاناډا په طرف روان دی. د باد سرعت په ساعت کې یو سلو پنځوس کېلومتره دی او نن ناوخته به د کاناډا نوا سکوشیا ولایت ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG