د لاس رسي وړ اتصالات

دوه خالصه - یو له افغانستان بهر بل پارلمان ته تلل غواړي


په افغانستان کې دیني او مذهبي لږکي له ګڼو ستونزو او توپیرونو کړیږي، خو هر څوک بیل حل لټوي.

اوتار سنګهـ خالصه د افغانستان ولسي جرګې ته نوماند دی. هغه غواړي د افغانستان دننه د سیکهانو او هندوانو د حقونو استازی شي. یو شمیر افغانانو د اوتار سنګهـ خالصه د نوماندۍ هرکلی کړی او هغه یې په افغانستان کې د ولسواکۍ د ودې او غښتلتیا ښه بیلګه بللی دی.

خو بل لور ته بیا نریندر سنګهـ خالصه دی چې په کابل کې د یوناني درملو پلورنځی او معاینه خونه لري.

هغه بېلابېل ناروغان معاینه کوي او ورته د یوناني درملو نسخې ورکوي. خالصه وايي د پلرونو او نيکونو نه ورته دا کسب په میراث پاتې دي او ښه تجربه پکې لري. هغه وايي د اوه کلنۍ را په دې خوا دا کار کوي خو اوس چې ۳۶ کاله عمر لري بیا هم بیلابیلو ستونزو سره مخامخ دی.

​هغه وايي دوی ځیني افغانانو دوې ته په ښه سترګه نه ګوري "ماشومان مو عام مکتبونو ته نشی تللی هلته ځورول کېږي، په دولتي ادارو کې راسره توپيري چلند کیږي که د نورو کار په ۱ ساعت کې کېږي زموږ کار بلې ورځې ته ځنډولکیږي ځکه موږ زور نه لرو، د خپلو حقوقو نه محروم یو ان دا چې مړي ته مو هم بې عزتي کېږي. کله چې خپل مړی سوزولو ته وړو نو اړ یو چې امنیتي ځواکونه خبر کړو سر له هغه هم په تيږو او کاڼو ویشتل کېږو."

نریندر سنګهـ خالصه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:55 0:00

خالصه وايي چې د نور افغانانو نه ځان ډېر نه بولي "یوازې غواړو توپیري چلند راسره ونشي څرنګه چې موږ مسلمانانو ورونو او اسلام ته احترام لرو همداسې نغواړو زموږ دین ته هم سپکاوی وشي."

​حکیم خالصه باندې ستونزې دومره ډېرې شوي چې وايي ټول د تېښتې په سوچ دي "موږ او خپلوان مو په دې هڅه کې یو همدا چې د تګ د مصرف وسه پیدا کړو یوه ورځ هم دلته (افغانستان کې) نه پاتې کېږو. داسې ځای ته زو چې هلته د یوه انسان په سترګه راته وکتل شي."

د َښاغلي خالصه په وینا اوس مهال په ټول افغانستان کې د اهل هنودو او سیکانو شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ ژوند کوي. دا په داسې حال کې ده چې دا شمېر ۱۷ کاله مخکې شاوخوا ۶۰۰ کورنیو ته رسېده.

XS
SM
MD
LG