د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت وايي د امرالله صالح پر دفتر د برید طراح یې نیولی 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي د افغانستان د جمهوري ریاست په لومړي مرستیال د برید یو پلان کوونکی او طراح یې نیولی دی.

ملي امنیت نن دوشنبه اپریل ۵ (وري۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دغه کس یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د کابل ښار په درېیمې ناحیې کې نیولی دی. وايي د ده نوم عبیدالله دی چې د فاروق، بلال او ابراهیم په مستعارو نومونو یې هم د حقاني شبکې په لارښوونې کار کاوه.

د ملي امنیت اعلامیه وايي چې عبیدالله په ۱۳۹۶ کې د پېښور په ښار کې له حقاني شبکې سره یو ځای شو او هلته یې په یو کمپ کې نظامې زده کړې وکړي.

اعلامیه وايي چې دغه کس هڅه کوله چې په ولسي جرګې کې د هلمند پخوانی استازی جبار قهرمان ووژني، خو د هغه له وژل کېدو وروسته، پر ښاغلي صالح د برید لپاره د هغه له ګوند «زرغون بهیر» سره یو ځای شو او هلته یې بیا ځانمرګی برید پلان کړ.

د ۱۳۹۸ د زمري په میاشت کې په کابل ښار کې د ښاغلي صالح پر دفتر برید وشو، په برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل شول او ۵۰ نور ژوبل شول او په خپله صالح هم سربېرن ژوبل شو.

ملي امنیت ریاست وايي چې عبیدالله پر ولسمشر غني، مرستیالانو یې، د مصالحې د عالي د شورا پر مشر، د ملي امنیت پر پخواني مشر رحمت الله نبیل، مدني ټولنو پر استازو، د رسنیو پر کارکوونکو او نورو مخورو کسانو د بریدونو لارښوونې ترلاسه کړې وې.

دغه کس تورن دی چې پر یوې مدني فعالې سیلۍ غفار یې هم د ځانمرګي برید پلان جوړ کړی و، خو د خپل پلان تر عملي کېدو مخکې ونیول شو.

تر دې دمه طالبانو او یا د حقاني شبکې د دغه کس په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG