د لاس رسي وړ اتصالات

نیکلاسن: د طالبانو لخوا عام محضر کې د ښځو او نارینوو په درو وهلو حیران شوی یم


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په لوګر ولایت کې د طالبانو حکومت لخوا د درې ښځو په ګډون د ۱۴ کسانو په درو وهلو ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو دغه پرېکړې حیران کړی (وېرولی) دی.

توماس نیکلاسن د شنبې په ورځ ناوخته نومبر ۲۶ (لېندۍ پنځمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبانو د تیر کال د اګست میاشتې راهیسي په افغانستان کې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې کړي دي.

د طالبانو يو چارواکي د چهارشنبې په ورځ نومبر ٢٣ (لېندۍ دوهمه) وويل چې په لوګر ولایت کې د محکمې د شرعي حکم په اساس درې ښځې او ١١ نارينه د "غلاو، اخلاقي جرمونو" په تور په درو ووهل شول٠

طالب چارواکو ویلي چې پر یادو ۱۴ کسانو شرعي حدود په عام محضر کې نه دي تطبیق شوي، خو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کار کوونکو ویلي چې یاد حدود د لوګر ولایت په لوبغالي کې د خلکو په وړاندې پر یادو کسانو تطبیق شوي دي.

ښاغلي نیکلاسن زیاته کړې: "د قانون حاکمیت ته احترام ډير مهم دی. اروپايي ټولنې په پرله پسې ډول له طالبانو څخه غوښتي چې اساسي قانون او حقوقي چوکاټ چې پلي کیږي روښانه کړي، او د نړیوالو تعهداتو په په برخه کې خپل مناسب بهیر تضمین کړي."

د نوموړي په خبره، طالبانو په څه باندې یو کال موده کې، یاد شوي موارد نه دي پوره کړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي همدرانګه زیاته کړې چې د اسلامي شریعت او تفسر په تطبیق کې د طالبانو او افغانستان د نورو خلکو په منځ کې زیات تفاوت شتون لري. هغه په دې اړه دخبرو هر کلی کړی او زیاتوي چې احترام ورته لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده له خپلو قاضيانو سره ليدنه کې هغو ته امر کړى و چې د شرعي شرايطو په پوره کولو سره پر تورنو کسانو قصاص او حدود عملي کړي.

تر دې مخکې د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ او د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر بنسټونو د طالبانو لخوا په عام محضر کې د ښځو او نارینو په درو وهلو ته غبرګون ښودلی و.

یادو بنسټونو په عام محضر کې په درو د انسانانو وهل غندلي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې وه.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غربي هیوادونو او بشري حقونو ادارو هغه انتقادونه اسلام ته بې احترامي بللې چې د لوګر په ولایت کې د ځینو کسانو په دُرو وهلو په هکله یې کړیدي.

ښاغلي مجاهد د جمعې په ورځ دغو انتقادونو ته په ځواب کې ویلي و چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هيوادونو نمائندګانو څرګندونې چې د دُرو وهلو مجازات يې په کې غير انساني، ظالمانه او توهينوونکي بللي، د اسلام مبارک دين ته بې احترامي او د نړيوالو اصولو مخالفت دي.

XS
SM
MD
LG