د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې سازمان: طالبان باید عام محضر کې د ښځو او نارینوو په درو وهل ژر بند کړي


ارشیف
ارشیف

په لوګر ولايت کې د طالبانو لخوا په درو د ښځو او ١١ نارينوو تر وهلو وروسته، د بخښنې نړيوال سازمان د طالبانو د دې کار د ژر تر ژره بندولو غوښتنه کړې ده٠

د بخښنې نړيوال سازمان د جنوبي اسيا د برخې مسولې سميرا سادات د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۴ (ليندۍ درېيمه) په لوګر ولايت کې د يادو څوارلس کسانو درو وهلو ته په غبرګون کې ويلي: "په ښکاره ډول د ښځو او نارينوو په درو وهل د طالبانو سختو او ظالمانه اقداماتو ته بيرته ګرځېدل دي٠ دغه قانون د نړيوالو قوانينو له مخې د شکنجې او نورو ناوړه کړونو مخنيوى کوي او په هيڅ ډول شرايطو کې بايد تر سره نشي٠"

د طالبانو يو چارواکي د چهارشنبې په ورځ نومبر ٢٣ (لېندۍ دوهمه) وويل چې د محکمې د شرعي حکم په اساس درې ښځې او ١١ نارينه د "غلاو، اخلاقي جرمونو" په تور په درو ووهل شول٠

د بخښنې نړيوال سازمان اعلاميه کې ويل شوي چې طالبان د پراخو انتقادونو په نظر کې نه نيولو سره خپلو کړونو ته دوام ورکوي، د دغه سازمان په وينا دغه ډله په ښکاره ډول د بشر په لومړيو حقوقو باندي باور نلري٠

طالبانو د ١٩٩٦ ميلادي کال څخه بيا تر ٢٠٠١ ميلادي کال پوري په افغانستان کې د خپل لومړي ځل حاکميت پرمهال "شرعي نظام جاري" کړى و او تورن کسان يې په عام محضر کې قصاص کول، د غلا په تور نيول شوو کسانو لاسونه يې پريکول او په ځينو حالاتو کې مخونه ورته تورول او په ښارونو کې ګرځول.

دغه سازمان د طالبانو د حکومت دغه کار "ظالمانه مجازات" بللي دي٠

په اعلاميه کې راغلي: "په عام محضر کې د درو وهلو مجرمانه چلند بايد له کوم قيد او شرط پرته بند شي او د عدالت د يو رسمي ميکانيرم محکمې او حقوقي لارو چارو هواري بايد رامنځته شي٠"

د بخښنې نړيوال سازمان له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي چې په دې برخه کې خپلې هڅې زياتي کړي، تر څو دا ډاډ تر لاسه کړي چې د اعلامیې له مخې د طالبانو حکومت خپل "ظالمانه او غير انساني اعمال" ژر تر ژره بند کړي٠

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده له خپلو قاضيانو سره ليدنه کې هغو ته امر کړى و چې د شرعي شرايطو په پوره کولو سره پر تورنو کسانو قصاص او حدود عملي کړي.

XS
SM
MD
LG