د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت د کراچۍ له زندانه د لسګونو نورو افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړ


د سیند ایالت د کراچۍ له زندانه خوشي افغان بندیان
د سیند ایالت د کراچۍ له زندانه خوشي افغان بندیان

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو د حکومت استازي یې چارې مخې ته وړي، د سيند ايالت د کراچۍ له يوه زندان څخه د ۱۲۰ افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړى دى.

ياد سفارت د سې شنبې په ورځ جنورۍ ۳۱( سلواغې ۱۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه افغانان د سیند ایالت پولیسو لخوا د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي او زنداني شوي وو.

د بیان له مخې دغه افغانان چې ښځې او ماشومان هم کې وو تیره ورځ د کراچۍ ښار له مرکزي ښځينه زندان «ملیر» او ماشومانو له زندان څخه ازاد شوي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو حکومت لخوا رهبري کيږي په دې اړه ويلي : "اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې د سیند ایالت له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه افغانان ازاد شول. همدارنګه ۱۳۰ تنه نور به په راتلونکو څو ورځو کې خوشې او هیواد ته ولیږدول شي."

د یاد سفارت د معلوماتو له مخې د پاکستان له زندان څخه خوشي شوي افغان کډوال تیره ورځ د طالبانو حکومت لخوا په دریو بسونو کې افغانستان ته واستول شول.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت همدرانګه زیاته کړې چې د ولي خان په نوم یو افغان چې څو ورځې مخکې د سیند ایالت په زندان کې مړ شوی و، جسد یې په امبولانس کې افغانستان ته انتقال شو.

ویل کیږي په پاکستان کې نیول شوي افغانات تر ډېره هغه کسان دې چې د ناروغیو د علاج لپاره هغه هیواد ته تللي وو، تر دې مخکې هم د کراچۍ په زندان کې د یو شمېر ناروغیو افغان بندیانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي وو.

دا په داسي حال کې ده چې طالب چارواکو تر دې مخکې هم د کراچۍ له زندان څخه د سلګونو افغان کډوالو د خوشي کېدو خبر ورکړى و. یاد سفارت چې د طالبانو حکومت لخوا رهبري کیږي د جنورۍ نهمه (مرغومي ١٩) د کراچۍ له زندان څخه د ۳۰۳ افغان کډوالو د خوشي کېدو خبر ورکړی و.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت تر دې مخکې ویلي وو چې شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال چې قانوني اسناد نلري په پاکستان کې بندیان دي او د هغوی د خلاصولو هڅې روانې دي.

دغه سفارت د ډسمبر پر ۱۸مه په یوې اعلامیې کې ویلي و چې په پاکستان کې د شاوخوا ۲۰۰۰ بندي افغان کډوالو له ډلې، په تیرو درې میاشتو کې څه باندې ۵۰۰ تنه یې خوشي شوي دي.

تر دې مخکې د پاکستان په کراچۍ کې د زندانونو یوې مسؤلې ویلي وو چې ډېر ژر به له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان بندیانو استولو لړۍ پيل شي.

د پاکستاني چارواکو د معلوماتو په اساس، د دغه هیواد پولیسو د یو لړ عملیاتو په مهال د پاکستان په بېلو بيلو سیمو کې د قانوني اسنادو او وېزو نه لرلو له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغانان نیولي او زندان ته یې وړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ میلیون قانوني افغان کډوال ژوند کوي، خو اټکل کیږي چې سلګونه زره نور غیر قانوني افغان کډوال هم په پاکستان کې شتون لري.

XS
SM
MD
LG