د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د پاکستان له زندانه د خوشې شویو افغانانو د بېرته ستنېدو لګښت ورکوي


په پاکستان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو حکومت لخوا رهبري کیږي، وایي هغه شمېر افغان بندیان چې د کراچۍ له زندان څخه خوشي کیږي، د طالبانو حکومت په مالي لګښت به هیواد ته انتقال شي.

دغه سفارت د سې شنبې په ورځ جنورۍ درېیمه (مرغومې ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي د افغان بندیانو له کورنیو څخه غوښتي چې په دې برخه کې چاته د پیسو له ورکولو څخه ډډه وکړي.

په دغه خبرتیا کې راغلي: "‏د بهرنیو چارو وزارت د لارښونې سره سم،هیواد ته د ټولوهغه افغان وروڼواو خویندو د بېرته لېږد مصارف چې دکراچۍ له زندانونو څخه خوشې کیږي؛ په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په غاړه اخلي."

تر دې مخکې د پاکستان په کراچۍ کې د زندانونو یوې مسؤلې ویلي و چې روانه اونۍ به له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان بندیانو استولو لړۍ پيل شي.

په کراچۍ کې د ښځو د زندان یوې مسؤلې شیبا شاه د کراچۍ په زندانونو کې د افغان بندیانو شمېر ۱۲۹ ښځې او ۱۷۸ ماشومان یاد کړل او ویې ویل چې ټاکل شوې ۵۹ ښځینه بندیانې د جنورۍ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې خپل هیواد ته ولاړې شي.

هغې وویل: "د ۱۲۹ ښځینه بندیانو له جملې څخه ۵۴ تنه یې محکومې شوي او د دوو میاشتو لپاره بندیانې شوي.شاوخوا ۷۵ ښځې محاکمې ته په تمه دي."

د پاکستاني چارواکو د معلوماتو په اساس، د دغه هیواد پولیسو د یو لړ عملیاتو پرمهال د پاکستان په بېلو بيلو سیمو کې د قانوني اسنادو او وېزو نه لرلو له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغانان نیولي او زندان ته یې وړي دي.

هغوی ویلي چې ټول نیول شوي کسان به د بند مودې تر تېرولو او د خوشي کولو اسنادو تر بشپړولو وروسته، د خپلو وکیلانو په مرسته بیرته افغانستان ته واستول شي.

خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ټینګار کړی دی چې شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال چې قانوني اسناد نلري په پاکستان کې بندیان دي او د هغوی د خلاصولو په اړه یې هڅې روانې دي.

دغه سفارت د ډسمبر پر ۱۸مه په یوې اعلامیې کې ویلي و چې په پاکستان کې د شاوخوا ۲۰۰۰ بندي افغان کډوالو له ډلې، په تیرو درې میاشتو کې څه باندې ۵۰۰ تنه یې خوشي شوي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت همدارنګه ویلي چې په هغه هیواد کې د افغان کډوالو د نیول کېدو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت او نورو اړوندو ادارو سره په اړیکه کې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ میلیون قانوني افغان کډوال ژوند کوي چې، خو اټکل کیږي چې سلګونه زره نور غیر قانوني افغان کډوال هم په پاکستان کې شتون لري.

XS
SM
MD
LG