د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د پاسپورت وېشلو ظرفیت به په ورځ کې ۱۰زرو ته لوړ شي


د افغانستان پاسپورت
د افغانستان پاسپورت

طالب چارواکي وايي، د کابل پاسپورت عمومي ریاست بیرته خلاصولو په اړه هڅې روانې دي او ټاکل شوې ژر تر ژره په مرکز کې د پاسپورت وېشلو لړۍ پيل شي.

د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني تیره شپه ناوخته نومبر ۲۹ (لېندۍ ۸) ویلي چې د دغه مرکز په خلاصېدو سره به په ورځ کې په کابل او ولایتونو کې ۱۰زره پاسپورتونه ووېشل شي.

ښاغلي سمنګاني د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت د عمومي رئیس عالم ګل حقاني له قوله ویلي چې د دغه ریاست ځیني تخنیکي وسایل کابل ته رسېدلي او د دغه وسایلو په تکمیل کېدو سره به ډېر ژر په دغه برخه کې ستونزې هوارې شي.

د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په ټول افغانستان کې د پاسپورتونو د وېش بهیر بند و، خو طالبانو تر څه کم دوو میاشتو وروسته د اکتوبر پر پنځمه یوازې په کابل کې د پاسپورتونو وېشلو بهیر پيل کړ.

د طالبانو تر اعلان وروسته په کابل کې د پاسپورت ریاست پر دفتر د مراجعینو ګڼه ګوڼه زیاته شوه چې له امله یې دغه کار له خنډ سره مخ کړ او هره ورځ به له ټول افغانستان کې څخه په زرګونو کسانو دغه یوه ریاست ته مراجعه کوله.

په کابل کې د پاسپورت وېشلو بهیر یوازې ۴۰ ورځې دوام پيدا کړ.

د یاد ریاست مسؤلینو د نومبر پر ۱۵مه اعلان وکړ چې د تخینکي ستونزو له امله یې د کابل پاسپورت ریاست د مراجعینو پر مخ تر څو ورځې پورې بند کړی دی.

که څه هم تر دا مهاله کابل پاسپورت ریاست بندېدو شااوخوا ۱۳ ورځې پوره کیږي، اوس د دغه ریاست مسؤلین وايي چې ډېر ژر به یاد ریاست فعاله شي.

​طالبان: د 'جمهوریت په لوګو' د پاسپورتونو د بندېدو راپورونه حقیقت نلري

په کابل کې د طالبانو حکومت وايي، هغه راپورونه چې ګواکې سر له سبا د (جمهوریت په لوګو) د پاسپورتونو د وېش بهیر بندیږي حقیقت نلري.

د کابل د پاسپورت ریاست سرپرست په دې اړه وویل: "اوس مهال په ډیپو کې د جمهوریت په لوګو نژدې ۹۰۰زره د پاسپورت کتابچې لرو،۶۰۰زره نور چاپ شوي دي، او دیپو ته د انتقال په تمه دي،او یو میلیون نوري کتابچې هم چاپ ته چمتو دي."

طالبانو ویلي چې د ۲.۵ میلیونه پاسپورتونو تر وېشلو وروسته به پر پاسپورت د «افغانستان اسلامي جمهوریت د لوګو» په اړه پرېکړه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تیره اونۍ په لسو ولایتونو کې کاپيسا، پروان، لوګر، میدان وردګ، غزني، دایکندي، فاریاب، غور، نورستان او بدخشان کې د پاسپورتونو وېشلو خبر ورکړ.

تر هغه مخکې طالبانو په کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ، کندز، خوست او پکتیا د پاسپورتونو د وېش پیلولو خبر ورکړی و.

د طالبانو د پاسپورت ریاست تر هغه وروسته لومړی په اوو ولایتونو او بیا په لسو نورو ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېشلو اعلان وکړ چې په کابل کې د پاسپورت پر ریاست د مراجعینو زیاتوالي دغه بهیر ټکنی کړی و. یاد ریاست له خلکو څخه وغوښتل چې د پاسپورتونو د اخیستلو لپاره خپلو اړوند ولایتونو ته مراجعه وکړي.

د پاسپورت عمومي رئیس ویلي چې په نژدې وختونو کې به په لسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورتونو خلاصولو خبر ورکړي.

د دې سره سره لا هم ګڼ شمېر خلک هیله لري چې په کابل کې د پاسپورتونو وېشلو بهیر له سره پيل شي.

XS
SM
MD
LG