د لاس رسي وړ اتصالات

د تورخم دروازې تر بندېدو وروسته د طالب او پاکستاني سرتیرو ترمنځ نښته شوې


یو شمېر سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت لخوا د تورخم دروازې تر بندېدو وروسته په تورخم کې د طالبانو حکومت او پاکستاني سرتیرو ترمنځ نښته شوې ده.

له سیمې یوې سرچینې نن دوشنبه فبرورۍ ۲۰ (کب لومړۍ) امریکا غږ ته وویل چې دغه نښته د دواړو لورو ترمنځ نن دوشنبه سهار شوې ده.

دغه سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط زیاته کړه چې د دواړو لورو ترمنځ نښته تر شاوخوا یو ساعت دوام وروسته پای ته رسېدلې.

تر دا مهاله د یادې نښتې له امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل او د طالبانو حکومت او پاکستاني لوري هم رسماً د دغه نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

یوه پاکستاني چارواکي فرانس پرس ته ویلي، د تورخم دروازه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه وتړل شوه، چې پاکستاني لوري د یو مسافر چې ناروغ ورسره وو، پاکستان ته له داخلېدو مخنیوی وکړ.

د پاکستان دغې سرحدي امنیتي سرچینې ویلي چې ددې مسافر مخنیوی ځکه شوی چې د ناروغانو د پایوازانو دپاره د پاکستان د تازه مقرراتو له مخې یې لازم اسناد نه لرل.

پاکستاني چارواکو ددې نویو مقرراتو په اړه د فرانس پرس غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

په تورخم کې د یادې نښتې په اړه پر داسې مهال راپور ورکول کیږي چې په ننګرهار کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو مسؤلینو تیره شپه د تورخم دروازې بندېدو خبر ورکړ.

په تورخم کې د طالبانو حکومت کمیسار مولوي محمد صدیق د تورخم دروازې بندېدو په اړه ویلي و "پاکستاني اړخ په خپلو کړو ژمنو وفا نه ده کړې او دروازه د افغانستان اسلامي امارت مشرانو هدایت سره سم وتړل شوه."

طالب چارواکو په دې اړه نور معلومات ندي ورکړی چې پاکستان پر کومو ژمنو عمل نه دی کړی.

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو له ټولو خلکو څخه غوښتي و چې تر بلې خبرتیا پورې پر تورخم دروازه له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG