د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنرال: امریکا د سولې له تړون څخه وتلو ته چمتو نه ده


په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال کینت مکنزي وايي امریکا چمتو نه ده چې له طالبانو سره د سولې له تړون څخه ووځي خو پر وینا یې داسې علایم موجود دي چې دا تړون تر اوږدې مودې دوام ونکړي.

جنرال مکنزي د پنجشنبې په ورځ د امریکا د پارلمان غړو ته وویل چې طالبان د خپلو ژمنو یواځې یوه برخه عملي کوي.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې د طالبانو د حملو لوړه کچه د منلو وړ نه ده، خو دا حملې د ښارونو پر مرکزونو او یا ائتلافي ځواکونو باندې نه دي شوي بلکې تر ډېره د افغان امنیتي ځواکونو پر لرې پرتو مراکزو، امنیتي پوستو او قطعاتو باندې شوي دي. فکر کوم د طالبانو د بریدونو لوړه کچه د یوې ډلې چې غواړي خپلې خبرې عملي کړي سمون نخوري".

ښاغلي مکنزي په دې اړه چې آیا له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو بهیر به ودرول شي او که نه وویل چې دا به یو سیاسي تصمیم وي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د فبروري په ۲۹مه (کب ۱۰) په قطر کې لاسلیک شو چې د طالبانو له خوا د تروریزم ضد اقدامات، له تروریستي ډلو سره د طالبانو پرېکون، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د مهالویش اعلان او د بین‌الافغاني مذاکراتو پیل یې مهم ټکي دي.

د امریکا-طالبانو د سولې په تړون کې راغلي چې د فبرورۍ له ۲۹مې څخه به تر راتلونکو ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ راښکته کېږي او د تړون د لاسلیک له نیټې څخه نیولی تر ۱۴ میاشتو به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي.

په افغانستان کې میشتو امریکايي نظامیانو د دوشنبې په ورځ د مارچ نهمه له دغه هېواد څخه د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر د پیلېدو خبر ورکړ.

دا اقدام د سولې په تړون کې د امریکا د ژمنو د هغې برخې عملي کېدو لپاره شوی چې په ترڅ کې به یې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر له ۱۳زروه څخه ۸۶۰۰ ته راکم شي.

XS
SM
MD
LG