د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو دوو ورځو کې ۱۱ خبریالان نیولي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، د طالبانو حکومت په تیرو دوو ورځو کې یوولس خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په کابل او ځینو ولایتونو کې نیولي دي.

دغه کمېټې پرون جمعه مارچ ۱۸ (کب ۲۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه موده کې په کابل ولایت کې د خاور او هفت ټلویزیونونو د مسوولینو په ګډون اووه خبریالان او په ننګرهار ولایت کې د همیشه بهار راډیو او ټلویزیون مشر اتل خان ستانکزی د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.

دغه کمېټې همدارنګه ویلي و چې په تیرو دوو ورځو کې د طلوع خصوصي تلویزیون مدیر مسؤل خپلواک ساپی، د حقوقي برخې مسؤل نافع خلیق او نطاق بهرام امان هم نیول شوي وو.

د طلوع تلویزیون کار کوونکي تر څو ساعتونو وروسته تیره ورځ بیرته د طالبانو لخوا ازاد شول، خو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د خاور، هفت او همېشه بهار د اتو خبریالانو او رسنیو د کار کونکو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په دغه هیواد کې د خبریالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده: "د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په دې باور ده چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیول، د رسنیو پر عمومي وضعیت او رسنیزو کارونو منفي اغېز پرې باسي."

دغه کمېټې همدارنګه زیاته کړې چې ددغه وضعیت دوام به په دغه هیواد کې د بیان ازادي او معلوماتو ته لاس رسي اغېزمنوي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه بنسټ ویلي چې په دغه هیواد کې د رسنیو په وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات د ټولیزو رسنیو له قانون سره په بشپړه توګه په ټکر کې دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د طالبانو حکومت له چارواکو څخه د دغو نیونو د جدي تعقیب غوښتنه کړې او دغه راز یې وړاندیز کړی چې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون دې بیا فعال کړي ترڅو د بیا لپاره ددغو پیښو د تکرار مخه ونیول شي.

په کابل او ولایتونو کې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت لخوا د خبریالانو نیول کېدو غبرګونونه پارولي دي.

خو د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست تیره د یو شمېر خبریالانو نیول کېدل توجیه کړي او هغو یې د «اسلامي ارزښتونو» په پایمال کېدو او د «نظام په وړاندې په تبلیغاتو» تورن کړي دي.

د طالبانو استخباراتو ریاست پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "ځينو رسینو داسې مواد خپرول، چې زموږ د ټولنې دیني احساسات یې مجروح کول او زموږ ملي امنیت یې ګواښه، تر څنګ یې فتنه ګرو عناصرو ته د اسلامي امارت په خلاف د پروفاګند او تخریبي اعمالو لپاره بهانه په لاس ورکوله."

خو د طالبانو د استخباراتو ریاست نه ده روښانه کړې چې «فتنه ګر عناصرو» څوک دي.

XS
SM
MD
LG