د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پتېنګړه کاکۍ 'نیولې' ده


د ندیمې ورور وایي نپوهېږي چې خور یې ولې نیول شوې ده
د ندیمې ورور وایي نپوهېږي چې خور یې ولې نیول شوې ده

د واشنګتن پوست ورځپاڼه وايي چې طالبانو ندیمه نور نیولې ده. هغه د افغانستان تبعه ده خو په کاناډا کې یې ژوند کاوه.

ندیمه نور په ټولنیزو رسنیو کې په «پتېنګړه کاکۍ» هم مشهوره ده چې د خیر ښیګڼې د کارونو تر څنګ د ښځو د حقونو لپاره په مبارزه کې هم فعاله وه. همدغه راز هغې به په افغانستان کې د «ځینو بدو» دودونو په اړه هم انتقادونه کول.

نوموړې په خپلې یوې تازه او لنډې ویدیو کې چې په ټولنیزو رسینو کې خپره شوې،‌له طالب جنګیالیو غوښتي وو چې په موټرونو کې د ګرځېدو را ګرځېدو په وخت دې د خپلو ټوپکونو خولې د خلکو په لورې ونه نیسي‌ چې ډز ونشي او څوک ژوبل نشي.

راپور وايي چې د طالبانو د استخباراتو کارکوونکو دا ۳۸ کلنه مېرمن په افغانستان کې د خپل کار له دفتر څخه بیولې ده. د هغې ورور داستان نور وایي طالبانو لا نه دي‌ ویلي چې د هغه خور یې په کوم تور نیولې او توقیف کړې ده.

طالبانو په لومړیو کې ویلي وو چې ندیمه به ژر خوشي شي خو اوس وايي چې د تحقیقاتو تر تکمېل کېدو پورې به هغه په توقیف کې وي.

د طالبانو د استخباراتو یو چارواکي واشنګټن پوست ته ویلي‌ دي‌ هغه هم نپوهېږي چې ندیمه نور ولې نیول شوې ده، خو طالبان د لویدیځ اکثریت «اتباع» د جاسوسۍ، انساني‌ قاچاقو، د سفر د لازمو ا سنادو د نشتوالي‌او نورو مسائیلو له کبله نیسي.

یو بل چارواکی وايي چې طالبان بهر مېشت افغانان تر جدي څار لاندې ساتي. نوموړی چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، د واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي دي: «موږ په ټولنیزو رسنیو کې ټول خبریالان جدي څارو چې چېرې ځي. باور وکړئ چې په هرو سلو کسانو چې ځانونه خبریالان بولي، درې یا څلور تنه یې رښتیا هم خبریالان وي.»

په همدې حال کې په کابل کې د لویدیځ یو دپلومات ویلي‌ دي‌ چې د طالبانو د بېلا بېلو څانګو ترمنځ د رسمي اړیکو نشتوالی‌ د توقیف شویو کسانو په هکله د معلوماتو ټولول او پیدا کول ستونزمن کوي.

بلخوا یوې فعالې وحیدي امیري په خپل ټویټر کې لیکلي دي‌ چې د طالبانو په زندان کې له ۱۷ ورځې تېرولو وروسته بېرته پرېښودل شوې ده. هغې د طالبانو له راتګ وروسته د ښځو د حقونو لپاره مظاهرې تنظیمولې. هغې نه دي لیکلي چې په زندان کې پرې څه تېر شول، خو وايي چې لا یې په ذهن کې هغه ډاروونکې شېبې شته.

له شاوخوا اوو میاشتو راهېسې طالبان په افغانستان کې واکمن دي او په دې مودې کې یو شمېر خبریالان، فعالان، د پوهنتون استادان، سیاسي تحلیلګران او منتقدین نیول شوي‌ دي او دا کار په بیساري ډول زیات شوی دی.

په تازه پېښه کې د پوهنتون استاد او د طالبانو یو منتقد سید باقر حسیني ونیول شو چې د هغه په نیول کېدو باندې له سختو انتقادونو وروسته بېرته پرېښودل شو.

د واشګټن پوست ورځپاڼه وايي چې دا مهال لږ تر لږه ۲۰ فعالانې د طالبانو په زندانونو کې دي او له پرلپسې غوښتنو سره سره طالبانو نه دي خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG