د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانیو له ټيټېدو سره د خوراکي او غیر خوراکي موادو بیې لوړې شوي


د اسعارو د تبادلې په بازار کې د ډالر په وړاندې د افغانیو د ارزښت لویدو له کبله په افغانستان کې د خوراکي، سونګ او نورو موادو بیې په بېساري توګه لوړې شوي دي.

اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې یو امریکايي ډالر د افغانیو په وړاندې په ۱۲۵ افغانۍ تبادله کیږي.

د خوراکي موادو د بیو دوه برابره کېدل

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کابل ښار په بازارونو کې د ټولو توکو بیې په بېساري توګه لوړې شوي دي. د دوی په وینا د دغه وضعیت دوام به خلک له فقر او لوږې سره مخ کړي.

د محمد نوید په نوم د کابل ښار یوه اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې په کابل ښار کې د لومړنیو توکو بیې دوه برابره لوړي شوي او همدارنګه یو شمېر کسانو د یاد وضعیت له امله خپل دوکانونه بند کړي دي.

هغه وویل چې اوس مهال لومړۍ درجه یوه بوجۍ اوړه په شااوخوا ۳۴۰۰ افغانۍ او یوه لویه ډبه (بوشکه) غوړي په څه باندې ۳۰۰۰ افغانۍ پلورل کیږي.

تر دې مخکې د دغه خوراکي موادو بیه د کابل په بازارونو کې په څه کم ۲۰۰۰ افغانۍ وه. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د لومړنیو، او سونګ موادو د بیو په لوړېدو سره هغوی د یادو موادو د رانیولو توان نلري.

د کابل ښار اوسېدنکی محمد فیصل چې اوس یې دولتي دنده له لاسه ورکړې امریکا غږ ته وویل چې دغه روان وضعیت خلک د ژمي په راتګ سره له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: "د تیرو څلورو میاشتو راپدېخوا بېکاره یم په دغه موده کې مې هیڅ عاید نه درلود،کار نه پیداکیږي او که چیري پیدا شي مناسب معاش نه ورکوي، له دوستانو څخه مي قرض اخیستی دی تر اوسه مې د کور لګښتونه نه دي پوره کړی، خو اوس چي بیې لوړي شوي، نه د خوړلو لپاره ډوډۍ لرو نه د لرګیو او سکرو لپاره پیسې لرو."

له دې سره هم مهاله په کابل ښار کې د ډوډۍ بیه هم له لس افغانۍ څخه ۲۰ افغانیو ته پورته شوې ده. د افغانستان د نانوایانو د ټولنې مشر غلام الدین الله دوست خبریالانو ته ویلي چې د اوړو او ګازو د بیو په لوړېدو سره هغوی مجبور شول چې د یوې ډوډۍ بیه لوړه کړي.

هغه وویل: "د نانوایانو د بندېدو د مخنیوي په هدف مو د ۲۰۰ ګرامه خمیر بیه مو په ۱۵ افغانۍ او د۲۷۰ ګرامه خمیر بیه په ۲۰ افغانۍ کړه،که د موادو بیه لوړه شي دغه اوسنۍ بیه به هم تغیر وکړي."

د سونګ موادو او د موټر د کرایو لوړېدل

د لومړنیو خوراکي توکو د بیو لوړېدو سره هم مهاله د افغانستان په بازارونو کې د تېل او ګازو بیې هم په بېساري توګه لوړې شوي.

اوس مهال د کابل په بازارونو کې د یو لېټر پترولو بیه ۱۰۰ افغانۍ، د یو لېتر ډېزلو بیه ۹۳ افغانۍ ده، همدارنګه د یو کیلو ګازو بیه د ۱۲۰ افغانۍ څخه تر ۱۳۰ افغانیو پورې ده.

د لطف الحق په نوم د کابل ښار یوه ټکسي چلوونکي امریکا غږ ته وویل چې د پترولو او ډېزلو د بیو لوړېدو سره ګڼ شمېر کسانو خپل ټکسي موټر درولي دي.

هغه وویل: "تیل زیات لوړ شوي دي، په دې وضعیت کې په ټکسي کار کول ستونزمنه ده، خلک په ټکسي کې د تګ توان نلري، له همدې امله اړ شوم چې خپل ټکسي ودروم، تر څو چې وضعیت ښه شي."

په همدې مهال د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په کابل ښار کې د لیني ټکسي موټرو کرایه هم له ۲۰ افغانیو څخه ۳۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته د دغه هیواد اقتصاد د سقوط له ګواښ سره مخ شوی او ګڼ شمېر خلک د لوږې له ګواښ سره مخ شوي دي.

په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان اقتصاد تر ډېره پورې په بهرنیو مرستو تکیه و او د تیر حکومت شاوخوا ۷۵ سلنه بودجه د نړیوالې ټولنې لخوا برابرېدله.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د دغه هیواد شااوخوا ۲۳ میلیونه خلک چې د ټول نفوس ۵۵ سلنه تشکیلوي د لوږې او شاوخوا نهه میلیون نور د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې د افغانیو بیه د امریکايي ډالرو په وړاندې په بېساري ډول راټیټه شوې او د خوراکي او غیر خوراکي موادو بیې بیا لوړې شوي د افغانستان بانک وايي، د افغانیو د بیو د ثبات په موخه یې له صرافانو، د سوداګریزو بانکونو له استازو او یو شمېر سوداګرو سره یې پرون او نن بېلابېلې غونډې کړي دي.

د افغانستان بانک نن سه شنبه ډسمبر ۱۴ (لېندۍ ۲۳) ویلي، هڅه کوي چې «ډير ژر» د ډالرو په وړاندې د افغانیو د بیو د ټیټوالي مخه ډب کړي.

یاد بانک ویلي چې د افغانیو د بیو د ثبات لپاره له بېلابېلو لارو څخه کار اخلي.

د افغانستان بانک په اعلامیه کې راعلي: "د افغانستان بانک د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره تل هڅه کړې ده چې د پالیسو او ستراتیژیک پلان پر اساس د هغو نوسانونو څخه چې د خلکو د پيرودنې د قدرت د زیانمن کېدو لامل کیږي د امکان تر حده مخنیوی وکړي."

د افغانستان بانک هیله ښودلې چې له اړوندو ادارو سره د ګډې همکارۍ له لارې به د افغانیو د مبادلې د نرخ ساتنه وکړي.

په همدې مهال د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق نن سه شنبه ډسمبر ۱۴ (لېندۍ ۲۳) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د حکومت او اړوندو اقتصادي ادارو د جدي توجه وروسته، د ډالرو په وړاندې د افغانیو ټیټېدو مخنیوي لپاره کاري ګامونه اخیستل شوي.

نوموړي زیاته کړې: "تمه ده ژر به د افغانۍ ارزښت لوړ شي. هڅه روانه ده چي له هيواده د باندې د اوليه توکو د خريداري قراردادونه نور هم اضافه شي د توکو بیعې به ورسره کښته شي ان شاء الله."

XS
SM
MD
LG