د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا د افغانستان په اړه د جي-۲۰ هیوادونو غونډې کوربتوب کوي


د ایټالیا صدر اعظم
د ایټالیا صدر اعظم

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي د سې شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰) د جي۲۰ هیوادونو د غونډې کوربتوب کوي، تر څو د افغانستان د کړکېچ په اړه بحثونه وشي.

د نړۍ د جي ۲۰ سترو اقتصادي هیوادونو دغه ناسته په داسې حال کې جوړیږي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د بشري ناورین رامنځته کېدو په اړه جدي اندېښنې راپورته شوي دي.

طالبان د تیرې اګست میاشتې پر پنځلسمه کابل ته ننوتل او د طالبانو تر حاکمیت مخکې هم د افغانستان خلک له سختو اقتصادي ستونزو، فقر او وچکالۍسره مخامخ وو او اوس مهال د دغه هیواد اقتصاد له ماتېدو سره مخ دی.

اقتصادي ستونزې او فقر د دې لامل شوي چې تر څو ګڼ شمېر افغانان خپل هیواد پرېږدي، هغه څه چې اروپايي هیوادونه یې هم په اړه اندېښمن دي.

د جي ۲۰ هیوادونو د دغه انلاین ناستې بحثونه به بشري مرستو ته د افغانانو پر اړتیا، امنیتي ستونزو او له دغه هیواد څخه د لوېدیځو هیوادونو د افغان همکارانو په خوندي ایستلو باندې راټول وي.

یوې باخبرې سرچینې رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د یادې ناستې لومړیتوب به د ژمې په رارسېدو سره اړمنو کسانو په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د لومړنیو مرستو پر چمتو کولو بحث وي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش هم په دغه انلاین ناسته کې ګډون وکړي او په افغانستان کې رامنځته شوي ناورین ته د رسېدو په اړه د یاد سازمان پر رول خبرې وکړي. اوس مهال ګڼ شمېر لوېدیځ هیوادونه نه غواړي له طالبانو سره مخامخ اړیکه ټینګه کړي.

ایټالیا چې دا مهال د جي ۲۰ هیوادونو د غونډې کوربتوب کوي، تر ډيرو هڅو وروسته وتوانېده تر څو دغه ناسته تر سره کړي، ځکه له افغانستان څخه د ټولو نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته، بېلابېل هیوادونه د طالبانو د چلند په اړه بېلابېل نظرونه لري.

یوې دپلوماتیکي سرچینې رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې له طالبانو سره د اکثرو لوېدیځو هیوادونو ستونزه د طالبانو د حکومتولۍ څرنګوالی په ځانګړي ډول له ښځو سره د هغوی چلند دی. خو د یادې سرچینې په وینا چین او روسیې ویلي چې هغوی په افغانستان کې د «مداخلې نه کولو» پالیسي مخته وړي.

چین په ښکاره له نړیوالو بانکونو څخه د افغانستان د میلیاردونو ډالرو د ازادولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه پیسې دي کابل ته ورکړل شي. خو تر اوسه معلومه نه ده چې د جي ۲۰ هیوادونه به د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادولو په اړه څه ووايي که نه؟

د چینايي رسنیو د راپور له مخې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هند صدراعظم نرندرا مودي به هم په دغه انلاین ناسته کې ګډون وکړي، خو د چین ولسمشر به په دغه ناسته کې ګډون ونکړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به په دغه ناسته کې ګډون وکړي او که نه؟

یوې دپلوماتیکې سرچینې رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د ایران او پاکستان مشران دغه ناستې ته نه دي بلل شوي، خو قطر ته په دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د جي ۲۰ هیوادونو ناسته تر هغه لږ وروسته تر سره کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو استازو روانه اونۍ د قطر مرکز دوحه کې له طالب استازو سره دوه ورځې مخامخ خبرې وکړې.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي و چې د افغانستان ۱۸ میلیون وګړي چې د یاد هیواد نیمايي نفوس کیږي بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دغه هیواد له اقتصادي ناورین سره مخ شوی او تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان په دغه هیواد کې د احتمالي بشري ناورین را منځته کېدو خبر ورکړی و.

د ملګرو ملتونو سازمان د تیرې اکتوبر میاشتې بر پنځمه (تلې ۱۳) ویلي وو چې اوس مهال ۳.۲ میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه سازمان همدارنګه ویلي چې د روان کال تر پای ته رسېدو پورې به تر پنځه کلنۍ ښکته نیمايي ماشومان له دغه ستونزې څخه اغېزمن شي.

XS
SM
MD
LG