د لاس رسي وړ اتصالات

ویسټ: د افغانستان راتلوونکې په اړه باید په واقعي بڼه د'بین الافغاني خبرو' یو ملي ډیالوګ پیل شي


د افغانستان په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ وایي، له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره یې د افغانستان د راتلوونکې په اړه د بین الافغاني خبرو پر اړتیا او د دغه هیواد د اقتصادي وضعیت او نجونو ښوونځیو خلاصولو په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي ویسټ د پنجشنې په ورځ ناوخته اکتوبر ۲۷ (لړم پنځمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه خبرو کې د افغانستان د راتلوونکې په اړه د "افغانانو ترمنځ پر ملي او ريښتینې بڼه د بین الافغاني خبرو" پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې یو کال په تېرېدو سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. نړیوالې ټولنې د طالبانو په رسمیت پيژندلو لپاره د هغوی لخوا د ټوله شموله حکومت پر جوړیدو، د ښځو او نجونو د زده کړو ترڅنګ د بشري حقونو پر رعایتولو باندې ټینګار کړی دی.

پر همدې مهال د پخواني افغان ولمشر حامد کرزي دفتر هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نوموړي له ښاغلي توماس ویسټ سره تلیفوني خبرو کې د افغانستان د ثبات د ټینګښت لپاره د بین الافغاني مذاکراتو پر اړتیا خبرې کړي دي.

د افغانستان د اقتصادي وضعیت او ځوانانو د راتلوونکې په اړه اندېښنه

د افغانستان په چارو کي د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ همدارنګه ویلي چې په یادو خبرو کې یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت او ځوانانو د راتلوونکې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي زیاته کړې چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي، خو وايي د طالبانو حکومت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

هغه ویلي: "نړیواله ټولنه به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، طالبانو ته پکار ده چې خپله ونډه تر سره کړي.د مرستو په وېش کې مداخله را کمه کړي. په داسې ډول حکومت وکړي چې پانګونې او د تعلیم یافته او مسلکي کسانو بیرته راګرځېدو ته زمینه برابره کړي. اوږده لار په مخکې ده."

طالبانو تر دې مخکې ویلي و چې دوی د بشري مرستو په وېش کې مداخله نکوي. خو له دمخه مرستندویه سازمانونو شکایت کړی و چې طالب چارواکي هڅه کوي مرستې هغو سیمو ته ولیږدوي چې له هغوی څخه پکې ملاتړ کیږي او حتی د امتیاز د اخیستلو په هدف یې مرستې اخیستې او خپله یې ویشلي دي.

د افغانستان په چارو کي د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې په دغه خبرو کې په افغانستان د نجونو ښوونځیو خلاصېدو په اړه خبرې کړي دي.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو د څه باندې یو کال په تېرېدو سره په افغانستان کې د نجونو متوسطه او لېسې ښوونځي تر امر ثاني پوري بند کړي چې کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

ښاغلي ویسټ ویلي چې د نجونو د زده کړو پر اساسي حق د طالبانو بندیز افغانستان شاته بیايي.

XS
SM
MD
LG