د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د امو سیند حوزې نفتو د استخراج قرارداد له یوه چینايي شرکت سره لاسلیک کړ


د طالبانو حکومت د امو سیند حوزې نفتو د استخراج قرارداد چې درې ولایتونه سرپل، جوزجان او فاریاب پکې شامل دي له یوه چینایي شرکت سره لاسلیک کړ.

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور نن پنجشنبه جنورۍ پنځمه (مرغومې ۱۵) د دغه قرارداد د لاسلیک مراسمو کې وویل چې د "CPEIC"چینايي شرکت مکلف دی چې په یوه کال کې ۱۵۰ میلیون ډالر او په راتلونکو دریو کلونو کې د دغې ساحې په استخراج کې ۵۴۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.

هغه وویل: "هغه استخراجي ساحه چې له دغه چینايي شرکت سره یې تړون شوی دی، مساحت یې ۴۵۰۰ کیلومتره مربع دی ذخیره شوي نفت دي او هر هکتار یې یو ډالر دی او کله چې دغه کمپنۍ یې استخراج پيل کړي،کرایه یې له یو ډالر څخه ۴۰ ډالرو ته لوړیږي."

د دلاور به خبره، په دغه سیمه کې د نفتو پنځه ساحې تثبیت شوي دي چې ظرفیت یې ۸۷ میلیون بیرل نفت اټکل شوي دي. هغه وویل چې اوس مهال د قشقري په سیمه کې د ورځې د ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ ټنو نفت استخراج کیږي، خو د دغه تړون په لاسلیک سره به د ورځې دغه استخراج ۱۰۰۰ ټنو ته لوړ شي او تر هغه وروسته به په تدریجي ډول زیات شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه: "په دغه تړون کې د افغانستان حکومت ۲۰سلنه شریک دی او افغانستان ته ۱۵ سلنه د امتیاز حق ورکول کیږي او د هغه فورمولي له مخې چې له هغوی سره یې لرو دغه ونډه به ۷۵ سلنې ته لوړه شي."

دا په داسې حال کې ده چې دغه قرارداد د تیر جمهوریت حکومت پر مهال یوه چینايي شرکت ته سپارل شوی و، خو د بېلابېلو لاملونو له امله یې کار نه و پيل شوی.

طالب چارواکي وايي چې هغه قرارداد بیا څېړل او تعدیل شوی چې د دغه قرارداد پروژې په یوې مادې کې د ۳۰۰۰ افغان کاریګرو استخدام اضافه شوي دي.دلاور همدانګه وویل چې د دغه قرارداد په اساس، که چیري د اړتیا وړ کسان په افغانستان کې پیدا نشي چین حق لري چې هغه مسلکي کسان له چین او یا نورو هیوادونو څخه وګماري. د طالبانو کانونو او پترولیم وزارت سرپرست وویل: "یوه بله ماده چې په دغه قرارداد کې مو راوړل، که چیري د یوه کان کار د کوم دلیل پرته د یوې میاشتې لپاره بند کړي،په اتومات شکل قرارداد لغوه کیږي."

د دلاور په خبره د دغه قرارداد ټوله موده ۲۵کاله ده، خو لومړی کال به یې امتحاني وي او د هغه د موادو په اساس، که چیري چینايي شرکت په دغه موده کې خپلې ژمنې پوره نکړي، دغه قرارداد به اتومات شکل لغوه کیږي.

پر همدې مهال په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وویل چې دغه پروژې به د چین او افغانستان ترمنځ د انرژۍ او نورو معاملاتو د پرمختګ په برخه کې یوه بېلګه وي.

د چین سفیر وویل: "له CPEIC شرکت څخه مو غوښتنه ده چې د تېلو په صنعت کې د کلونو لوړې کچې تخنیکي او عملیاتي تجربې په لرلو سره د افغانستان قوانین په بشپړه توګه رعایت کړي او پخپلو مسؤلیتونو او ژمنو عمل وکړي."

په کابل کې د چین سفیر همدارنګه د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د دغه پروژې بشپړه امنیت ټینګ کړي تر څو د نفتو د استخراج د ټولو مراحلو څخه ډاډ تر لاسه شي.

دا په داسې حال ده چې چین د افغانستان له پخواني حکومت سره په لوګر کې د میس عینک کان قرارداد هم لاسلیک کړی و، خو د کلونو په تېرېدو سره یې لا عملي چارې نه دي پيل شوي.

تر دې مخکې په یاده سیمه کې د تاریخي اثارو شتون او یو لړ نور لاملونه ددغه پروژې د عملي چارو نه پیلیدو لامل بلل شوی و.

XS
SM
MD
LG