د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د افغانستان د کانونو غیرقانوني کیندلو کې لاس لري ـ اروپايي ټولنه


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر د افغانستان د کانونو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې د طالبانو ترڅنګ، غیر مسؤل وسله او داعش ډله هم د کانونو په غیر قانوني کیندونو کې لاس لري.

پیري مایدون چې د یکشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۱۸مه» یې کابل کې د جیولوژیستانو د نړې ورځې په مناسبت غونډه کې خبرې کولې وویل، چې طالبان، جنګ سلاران او داعش په افغانستان کې د کانونو له غیر قانوني کیدونو څخه دومداره ګټه اخلي.

هغه زیاته کړه:" بدبختانه چې افغانستان سږ کال هم د پیسو پاکولو او د تروریزم د تمویل له اړخه د خطر ناکه هېوادونو په لېست کې ځای لري، نو باید د غیر قانوني کیدونو په جدي ډول مخه ونیول شي."

د نوموړي په خبره، که چیري په افغانستان کې د کانونو د غیر قانوني کیندونو مخه ونه نیول شي، د دغه هېواد نړیوال شهرت ته به زیان ورسیږي.

سرور دانش
سرور دانش

په دغه غونډه کې د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم ومنل، چې افغان حکومت په تېرو اتلسو کلونو کې ونه توانېدی چې له کانونو څخه په ښه توګه کار واخلي.

ښاغلي دانش زیاته کړه: "نن ورځ له طبیعي منابعو څخه ساتنه د افغانستان د ټولو خلکو مسؤلیت دی، خصوصي سکټور هم باید د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي او کانونو ته د ملي پانګې په سترګه وګوري، او له حکومت سره په دې اړه د قوانینو په تطبیق او له فساد سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي."

پر همدې په افغانستان کې د شفافیت څار بنسټ مسؤلین هم وايي، چې افغان حکومت تر دا مهاله په دې اړه د یو روښانه پلان په طرحه او عملي کولو نه دی توانېدلی.

د دغه بنسټ مشر سید اکرام افضلي امریکا غږ سره مرکه کې وویل، چې افغان حکومت د غیر قانوني کیدونو د مخنیوي ترڅنګ د قانوني کیدونو په اړه د لازمو لارو چارو په رامنځته کولو هم نه دی توانېدلی.

سید اکرام افضلي
سید اکرام افضلي

هغه وویل:"دا خپله خلک دې ته اړباسي چې غیر قانوني کیدونو ته ادامه ورکړي، موږ پوهېږو چې داسې منرالونه شته چې خلک هغه استخراجوي، که حکومت اسانتیاوي برابرې کړي او په سمه توګه یې نظارت وکړي، هغه خلک چې اوس په غیر قانوني استخراج کې لاس لري، کېداشي دوی په قانوني توګه کانونه راوسپړي."

دا په داسې حال کې ده د افغانستان د کانونو او پټرولېم وزارت چارواکو څه موده مخکې امریکا غږ ته ویلي، چې د غیر قانوني کیدنو د مخنیوي لپاره یې له یو کال راپدېخوا د کانونو د ساتنې کمېټه رامنځته کړې او په ځینو سیمو کې د غیر کانوني کیندونو مخه نیولې ده.

خو اوس داسې معلومېږي چې د کانونو د غیر قانوني کېدونو په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

XS
SM
MD
LG