د لاس رسي وړ اتصالات

برېښنا شرکت: افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا بیرته عادي شوې


د افغانستان برېښنا شرکت وايي د ازبکستان د وارداتي برېښنا د پرچاوي ستونزه بیرته حل شوې ده او افغانستان ته د برېښنا جریان بیرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

برېښنا شرکت ویلي چې تیره ورځ په ازبکستان کې د تندو بادونو له امله افغانستان ته ددغه هیواد صادراتي برېښنا قطعه شوې وه.

خو د افغانستان برښنا شرکت نن یکشنبه مارچ ۲۰ (کب ۲۹) ویلي: "د برېښنا شرکت او ازبک انرګو تخنیکي ټیمونه له پرله پسې هڅو وروسته په دې بریالي شول چې افغانستان ته د ازبکستان برېښنا مزی بېرته ونښلوي."

د یاد شرکت د معلوماتو په اساس اوس مهال د کابل او نورو ولایتونو برېښنا بېرته عادي حالت ته را ګرځېدلې ده. ازبکستان د تیرې جنورۍ میاشتې پر ۱۲مه هم د تخنیکي ستونزو له امله افغانستان ته خپلې وارداتي برښنا کې ۶۰ سلنه کموالی را وستلی و.

خو د افغانستان برېښنا شرکت د روانې مارچ میاشتې پر دوهمه وویل چې یاده تخنیکي ستونزه اوس هواره شوې او افغانستان ته د ازبکستان د برښنا جریان عادي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت دوې میاشتې مخکې له ازبکستان سره د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پای پورې د وارداتي برېښنا قرارداد تمدید کړ.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میګاواټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ میګاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

د وارداتي برېښنا کې د ستونزو له کبله اوس مهال یوازې له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستل کیږي چې ټول ټال ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.

په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نور مال ډول برېښنا نه لري.

XS
SM
MD
LG