د لاس رسي وړ اتصالات

برښنا شرکت: افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برښنا جریان بیرته عادي شوی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان برښنا شرکت وایي، له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برښنا جریان بیرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

ازبکستان د تیرې جنورۍ میاشتې پر ۱۲مه د تخنیکي ستونزو له امله افغانستان ته خپلې وارداتي برښنا کې ۶۰ سلنه کموالی را وستلی و.

خو د افغانستان د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي نن چهارشنبه مارچ دوهمه (کب ۱۱) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې یاده ستونزه اوس هواره شوې او افغانستان ته د دغه هیواد د برښنا جریان عادي شوی دی.

هغه ویلي:"لکه څرنګه چې تاسو په جریان کې یاست په ازبکستان هیواد کې د برښنا په برخه کې ستونزه رامنځته شوې وه چې له امله یې برښنا کې کمښت راغلی و.همدغه ستونزه حل شوې ده او اوس موږ له ازبکستان هیواد څخه د شوي قرارداد په اساس باندې برښنا وارد وو."

نوموړي زیاته کړه چې د برښا شرکت اوس مهال له دغه برښنا څخه څه باندې ۱۶ ساعته صنعتي پارکونو او څه باندې ۱۴ ساعته یې د هستوګنې کورونو ته ورکوي.

هغه وویل چې د هوا په ګرمېدو سره به د برښنا په برخه کې زیاتوالی راشي.

دا په داسې حال کیده چې په دې وروستیو کې په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې د برښنا پرچاوي زیاته شوې ده.

د کابل ښار اوسېدونکو د ژمي په سړو شپو او ورځې کې د برښنا د زیاتې پرچاوۍ له امله انتقادونه کړي او برښنا شرکت یې په دې برخه کې په پاتې راتلو تورن کړی دی. خو د برښنا شرکت په دې وروستیو کې د برښنا د زیاتې پرچاوۍ لامل د ازبکستان د برښنا سیستم کې د تخنیکي ستونزو له امله باله.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت دوې میاشتې مخکې له ازبکستان سره د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پای پورې د وارداتي برېښنا قرارداد تمدید کړ.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میګاواټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ میګاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

د وارداتي برېښنا کې د ستونزو له کبله اوس مهال یوازې له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستل کیږي چې ټول ټال ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.

په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نور مال ډول برېښنا نه لري.

بلخوا ویل کیږي چې افغانستان د برښنا له درکه د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان هیوادونو په میلیونونو ډالره پوروړی دی.

د راپورونو له مخې یادو هیوادونو پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ویلي و که چیري ددوی پیسې ورنکړل شي، افغانستان ته به خپل وارداتي برښنا قطعه کړي.

خو د افغانستان د برښنا شرکت بیا د تیرې ډسمبر میاشتې پر لسمه وویل چې افغان سیاسون، پخواني چارواکي، زورواکي، صنعتکاران او سوداګر یې ۲۶ میلیارده افغانۍ قرضداره دي.

د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلینو هغه مهال یوځل بیا خپلو قرضدارانو ته وخت ورکړ ترڅو خپل پورونه تحویل کړي

XS
SM
MD
LG