د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل، هرات او بلخ هوايي ډګرونو کې درې رادارونه نصیب کیږي


د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وایي، د فرانسې هیواد درې پايي رادار چې تیره جولای میاشت افغانستان راوړل شوي دوی ته تسلیم شول.

یاد وزارت نن یکشنبه ډسمبر ۲۶ (مرغومې پنځمه) پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې دا رادارونه د کابل نړیوال هوايي ډګر کې دغه وزارت ته تسلیم شول.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د معلوماتو په اساس د سرتاسري رادرا نصبولو قرارداد د ۱۱۲ میلیون یورو په ارزښت د «تالس» په نوم یو فرانسوي شرکت سره شوی دی.

د ترانسپورت وزارت ویلي چې د دغه قرارداد په اساس به یاد سرتاسري رادارونه د کابل، بلخ او هرات په هوايي ډګرونو کې نصب کړل شي.

دغه وزارت ویلي چې ټاکل شوې د ۲۰۲۳ میلادي کال تر پای ته رسېدو مخکې د رادار ۱۲ سایټونه د هوايي حریم د کنټرول سیستم په لرلو سره د افغانستان په ۱۲ برخو کې نصب کړل شي.

د یادو رادارونو قرارداد د محمد اشرف غني په مشرۍ تیر حکومت کې د «تالیس فرانسوي شرکت» سره شوی و.

د افغانستان په درې هوايي ډګرونو کې د رادارونو د نصبولو خبر پر داسې مهال ورکول کیږي چې د طالب چارواکو په وینا د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د امنیت او مدیریت په اړه د ترکیې او قطر له تخنیکي ټېمونو سره خبرې پيل شوي دي.

په دې هوايي ډګرونو کې، د کابل نړیوال هوايي ډګر ترڅنګ د هرات، مزارشریف، کندهار او د خوست هوايي ډګرونه شامل دي.

ترکیې حتی د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو دمخه د کابل د نړیوال هوایي ډګر د مدیریت او د امنیت د تامین لپاره تیاری ښودلی و.

د اګست د ۱۵وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه د امریکا او ځینو نورو لویدیځو هیوادونو له خوا د زرګونو افغانانو د ایستلو پر مهال دغه هوایي ډګر ته ډیر زیان رسیدلی او د رادار سیستم یې خراب شوی دی.

پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د ترکیې او قطر تخنیکي ټیمونو د کابل د هوایي ډګر په بیرته پرانستلو او پروازونو ته په تیارولو کې همکاري کړې وه.

XS
SM
MD
LG