د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کروناویروس له ویرې افغانستان سره لارې بندې کړې


په پاکستان کې لسګونه کسان په کرونا اخته شوي
په پاکستان کې لسګونه کسان په کرونا اخته شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، پاکستان نن دوشنبه مارچ ۱۶ (کب۲۶) سهار وختي د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې پاکستاني لوری پر دغه دروازه هیڅ چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت خبر ورکړی و چې دغه هیواد ته د کروناویروس د انتقال د مخنیوي په هدف له افغانستان او ایران سره خپلې د تګ راتګ پولې تړي.

د تورخم دروازې تر تړل کېدو مخکې پاکستان د روانې مارچ میاشتې پر لومړۍ نېټه په کندهار کې د چمن - سپین بولدک دروزاه هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

د امریکا غږ ډېوې څانګې د معلوماتو په اساس په پاکستان کې تر دا مهاله ۵۲ تنه په کروناویروس اخته شوي دي.

دغه هیواد همدارنګه د کروناویروس د انتقال د مخنیوي په هدف په هرات کې د خپلې قونسلګرۍ د وېزې ورکولو څانګه هم د ۱۵ ورځو لپاره تړلې ده.

تر دې مخکې د منځنۍ اسیا درې هیوادونو ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان هم د کروناویروس د انتقال د مخنیوي په هدف له افغانستان سره خپلې پولې بندي کړي دي.

  • پاکستان له جنوب ختیځو ولایتونو سره هم خپلې دروازې تړلي دي

چارواکي وايي چې پاکستان د افغانستان له جنوب ختيځو ولايتونو سره خپلې درې لارې د کروناويروس د انتقال له ويرې د سوداګريزو مالونو د انتقال پرمخ وتړلې.

د خوست د والي وياند طالب منګل امريکاغږ ته وويل، د غلام خان بندر چې يواځې پرې سوداګر‎يزه راکړه ورکړه کيږي، د پرون مازديګر راهيسې پاکستان تړلې ده.

په ورته وخت کې د پکتيکا او پکتيا ولايتي چارواکو هم تاييد کړله، چې د پکتيا د ډنډپټان او د پکتيکا د انګور اډې لار چې پر دوی هم يواځې تجارتي مالونه انتقاليږي، د ياد ويروس د خپرېدو له وېرې تړل شوې دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت امريکاغږ ته وويل، چې له پرون ماښام راهيسې د پټان پر لاره د تجارتي مالونو د انتقال لړۍ درېدلې.

هغه وويل، چې لار د پاکستان له لوري تړل شوې، مګر ويې ويل چې ممکن دا کار د دواړو هېوادونو په تفاهم شوی وي، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.

XS
SM
MD
LG