د لاس رسي وړ اتصالات

له هند څخه کابل ته د بند پاتې افغانانو د انتقال بهیر پیل شو ـ سفارت


په هند کې بند پاتې افغانان
په هند کې بند پاتې افغانان

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت وايي، له هند څخه کابل ته د بند پاتې افغانانو د انتقال بهیر پيل شو.

دا کسان په افغانستان کې د سیاسي تحولاتو له امله په هند کې بند پاتې و.

دغه سفارت نن شنبه اکتوبر نهمه (تلې ۱۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا افغانان پر کابل د طالبانو تر حاکمیت مخکې د درملنې لپاره هند ته تللي و.

د سفارت په اعلامیه کې راغلي چې تیره ورځ ۱۰۶ افغان مسافر د ماهان هوايي شرکت په واسطه لومړی ایران او له هغه ځای څخه کابل ته انتقال شوي دي. په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت زیاته کړې کابل ته د افغانانو د انتقال بهیر یې د یو میکانیزم د رامنځته کولو وروسته د دواړو هیوادونو په همغږۍ پيل کړی دی.

په هند کې د افغانستان سفارت ټینګار کړی چې پر ایران سر بیره له نورو لارو هم افغانستان ته د افغانانو د انتقال پر بهیر غور کوي.

په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي کابل ته د افغان مسافرینو د انتقال د بهیر برخه کې له هند څخه مننه کړې او په دې برخه کې د نورې همکارۍ غوښتنه کړې.

هغه افغان مسافرین چې تر دې مخکې د درملنې لپاره هند ته تللي و په هغه هیواد کې تر بند پاتې کېدو وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي و.

دوی په دې برخه کې د طالبانو له حکومت څخه د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د تخلیې پروګرام تر بشپړېدو وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر د نړیوالو پروازونو پر مخ تړلی و، خو په دې وروستیو کې طالبانو اعلان وکړ چې یاد هوايي ډګر د نړیوالو پروازونو پر مخ چمتو دی.

XS
SM
MD
LG