د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ څنګه د هرمز تنګی محاصره کړی؟

د هرمز تنګی د امریکا د پوځ په محاصره کې
د هرمز تنګی د امریکا د پوځ په محاصره کې

وروسته له هغې چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې، د امریکا پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران بندرونو ته په ننوتلو او وتلو یې بندیز لګولی.
ایران د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې، چې د امریکا او اسرائیل ګډ پوځي عملیات پیل شول، په تنګي کې د تېلو او نورو مهمو توکو وړونکو بېړیو باندې بریدونه او ګواښونه کړي دي.

د محاصري اصلي علت څه و؟

د هرمز تنګي پرانیستل د دوه اونیز اوربند مهمه برخه وه چې د اپرېل په اومه د امریکا او ایران ترمنځ پیل شو. کله چې د اپرېل په ۱۱مه په اسلام‌اباد کې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ:
“د امریکا سمندري ځواک به، چې د نړۍ تر ټولو قوي ځواک دی، د هرمز تنګي ته د ننوتونکو او وتونکو ټولو بېړیو د درولو بهیر پیل کړي.”

دا محاصره په چا تطبیق کېږي؟

د امریکا د اعلان له مخې دا بندیز د ټولو هېوادونو پر بېړیو، چې د ایران بندرونو، د تېلو تاسیساتو یا ساحلي سیمو ته ننوځي یا ترې وځي، پلی کېږي او مهمه نه ده چې د کوم هېواد بیرغ پرې لګېدلی.

د سیمې په نورو بندرونو څه اغېز لري؟

امریکا وايي چې دا بندیز د هغو بېړیو مخه نه نیسي چې غیر ایراني بندرونو ته د تګ راتګ لپاره د هرمز له تنګي څخه تېرېږي.
خو بېړۍ ښايي د پوځي حضور، مستقیمو لارښوونو یا د تلاشي له پروسو سره مخ شي.

هغه بېړۍ چې مخکې له محاصرې په ایران کې وې څه کیږي؟

هغه بېړۍ چې د دوشنبې (اپریل۱۳) تر سهار ۱۰ بجو (د ختیځ وخت) مخکې په ایراني بندرونو کې وې، لنډه موده ورکړل شوې چې یا ووځي او یا خپله لاره بدله کړي.

په محاصره کې کومه سیمه شامله ده؟

دا محاصره د هرمز تنګی په شاوخوا کې ده، چې یوازې ۲۲ مایله پراخ دی او د ایران او عمان تر سمندري حاکمیت لاندې راځي.
تنګی د تګ راتګ دوې لارې لري، چې هره یوه درې کیلومتره پراخه ده او ترمنځ یې درې کیلومتره واټن دی.

دا محاصره څنګه عملي کېږي؟

دا د تنګي بشپړ تړل نه دي.امریکايي ځواکونه یوازې هغه بېړۍ په نښه کوي چې د ایران بندرونو ته ځي یا ترې راځي. د امریکا ځواکونه کولای شي بېړۍ ودروي او تلاشي یې کړي.
دا عملیات تر ډېره د هرمز تنګي ختیځ لور ته، د ایران بندرونو ته نږدې متمرکز دي.
همدارنګه، پوځ د “سمندري خبرتیاو” له لارې بېړیو ته د تګ راتګ شرایط، جغرافیایي حدود او د تلاشي اصول رسوي.

څومره امریکايي ځواکونه په کې شامل دي؟

د امریکا د مرکزي قومندانې (سنټکام) په وینا، له ۱۰ زرو ډېر امریکايي پوځیان، لسګونه جنګي بېړۍ او لسګونه الوتکې په دې ماموریت کې برخه لري.
د لومړیو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې هېڅ بېړۍ بندیز نه دی مات کړې، او شپږ سوداګریزې بېړۍ اړې شوې چې بېرته وګرځي.

کوم توکي له دې تنګي تېرېږي؟
شاوخوا ۲۰ میلیون بېرله تېل هره ورځ له دې تنګي تېرېږي، چې د نړۍ د تېلو شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي. مهم بندرونه لکه د متحده عربي اماراتو جبل علي (چې په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی ترانزیټي بندر دی) او د سعودي عربستان پاچا عبدالعزیز بندر، د نړیوال تجارت مهم مرکزونه دي او ددوی ټول توکي لکه ګاز، سره، المونیم، خوراکي مواد، برېښنایي وسایل او د انرژۍ محصولات له همدې تنګې څخه انتقالیږي.

څوک تر ټولو زیات پرې متکي دي؟

چین، هند، سویلي کوریا او جاپان د هغو هېوادونو له ډلې دي چې تر ډېره له دې لارې تېل ترلاسه کوي. همدارنګه اروپا او افریقا ته هم له دې لارې انتقالات کېږي.
خو د تېلو د عرضې ګډوډي په نړیواله کچه اغېز لري او حتی هغه هېوادونه هم اغېزمن کوي چې مستقیم پرې متکي نه دي.

بدیلې لارې شته؟

سعودي عربستان د سره سمندر له لارې د تېلو لېږد پیل کړی، خو دا لاره د ټولو لپاره ممکنه نه ده.
عراق هم ویلي دي چې د سوریې له لارې په سړک باندې د تېلو ټانکرونه صادروي . خو تر اوسه داسې هېڅ بدیل نشته چې د هرمز تنګي د لویې کچې سوداګرۍ او توکو لېږد ځای ونیسي.

اغېزې څه دي؟

د دې بحران له امله د انرژۍ بیې لوړې شوې او نړیوال بازارونه اغېزمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، دا وضعیت کولای شي په ۱۶۲ هېوادونو کې میلیونونه خلک د فقر له خطر سره مخ کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG