د اقتصاد او انرژۍ د نړیوالو چارو مسئولین د هغو اغېزو په اړه خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ په وړاندې د خنډونو له امله د ګازو، سرې او پټروشیمي موادو په څېر توکو په وړاندې رامنځته شوي دي.
په ایران کې شپږو اوونیو جګړو د سیمې صادرات ځنډولي او د تیلو او طبیعي ګازو په ګډون یې په ټولو برخو کې بیې لوړې کړې دي.
د انرژۍ نړیوال آژآنس (IEA) مشر، فاتح بیرول، د دوشنبې په ورځ وویل چې نړۍ په خپل تاریخ کې د انرژۍ د امنیت تر ټولو لویې ننګونې سره مخ ده او هیڅ هیواد ترې خوندي نه دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر ماکسيمو ټوریرو، د دوشنبې په ورځ وویل چې د سرې د اکمالاتو ګډوډي د فصلونو د کمو حاصلاتو او د کال په وروستیو کې د لوړو بیو لپاره لاره هواروي.
نوموړي وویل: "موږ د کښتیو یوه مهمه لړۍ لرو چې حرکت نه کوي."
قطر د نړۍ د ګازو د اکمالاتو شاوخوا درېیمه برخه تولیدوي، چې د چپونو په تولید کې کلیدي رول لري.
د انرژۍ د نړیوال اژانس په وینا د پټروشیمي صادراتو ګډوډي پر توکو لکه پلاستیک، جامو او ډیجیټلي وسایلو اغېز کوي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ د دوشنبې په ورځ وویل چې د امریکا اقتصاد د کال په پیل کې قوي و، او اوس د امریکا مرکزي بانک باید د سود د نرخونو د بدلولو په اړه د پرېکړې مخکې په ایران کې د جګړې د اقتصادي اغېزو په اړه انتظار وکړي.
فورم \ دبحث خونه