د لاس رسي وړ اتصالات

په نیویارک کې د کرونا په وجه د مړو شمیر له ۱۰۰۰ واوښت


د نیویارک ښار یوه څنډه
د نیویارک ښار یوه څنډه

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې په متحده ایالاتو کې د کروناویروس د مثبتو پیښو شمیر څه دپاسه ۱۴۳۰۰۰ ته رسیدلی او تراوسه څه دپاسه ۲۵۰۰ تنه مړه شوي دي.

زیاتې پیښې په نیویارک ایالت کې دي چې د دوشنبې د ورځې مارچ ۳۰ تر سهاره پدې ایالت کې د کروناویروس په وجه د مړو شمیرته له ۱۰۰۰ اوښتی دی.

دا پداسې حال کې دي چې تیره ورځ جمهور رئیس دونالد ټرمپ په ټولنیز تماس باندې بندیز د اپریل د میاشتې تر ۳۰ پورې وغځوه او له خلکو یې وغوښتل چې قرنطین ته دوام ورکړي تر څو د کروناویروس کنترول شي.

د نیویارک روغتونونه د دوشنبې په ورځ د نویو وسایلو په ځانګړې توګه د لسګونو زره ډول ډول ماسکونو او همداشان د سمندري ۱۰۰۰ بستریزه روغتون د کښتۍ په رارسیدو سره یو څه آرام شول.

اوسمهال د امریکا متحده ایالات د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله د کروناویروس تر ټولو زیاتې پیښې لري.

XS
SM
MD
LG