د لاس رسي وړ اتصالات

ایا د کروناویروس نه د ژغورل شویو کسانو وینه تازه ناروغان رغوي؟ 


په نړۍ کې د کروناویروس په خپریدو سره اوس د یو شمیر هیوادونو روغتونونو د کروناویروس د ناروغانو د درملنې لپاره د پخوانیو پیړیو ازمیښتونو ته مراجعه کړې.

په دغه ډول درملنه کې چې د انفلونزا او شري ناروغیو د واکسین له تولید دمخه ترې استفاده کیدله او حتی په اوسني عصر کې هم د سارس او ایبولا ناروغیو د درملنې لپاره ترې کار اخستل شوی د روغ شوي بیمار وینه هغه چا ته ترزیق کیږي چې تازه پدغه ناروغۍ اخته شوی وي.

د اسوشیتیدپرس اژانس رپوټ ورکړی چې دغه طریقه لومړي ځل لپاره چینایي ډاکترانو کارولې چې د پخواني طب په کتابونو کې ورته "د روغ شویو کسانو سیروم" ویل کیږي.

پدغه طریقه کې د هغه شخص څخه د وینې پلازما اخیستل کیږي چې د کروناویروس نه ښه شوی او هغه چا ته ترزیق کیږي چې تازه پدې ناروغۍ اخته شوی وي.

همدا اوس په متحده ایالاتو کې یو شمیر روغتونونه هم د امریکا د غذایي موادو او درملو ادارې اجازې ته انتظار باسي چې د کروناویروس د واکسین تر عام کیدو پورې دغه طریقه د کروناویروس په نویو ناروغانو باندې تطبیق کړي.

د اسوشیتیدپرس اژانس د رپوټ له مخې حتی ډاکتران ټینګار کوي چې یو ګام نور هم مخکې لاړ شي او او د موقتي مخنیوي لپاره "د روغ شویو کسانو سیروم" هغو کسانو ته تطبیق کړي چې په کروناویروس د اخته کیدو له جدي خطر سره مخامخ دي.

د اکثرو ویروسي ناروغیو څخه د ښه کیدو وروسته د انسان په بدن کې د هماغه ویروس په وړاندې طبیعي معافیت تولیدیږي، خو تر اوسه ناروغانو ته د درمل شویو کسانو د وینې د انتقال د طریقې د ګټورتیا په هکله هیڅ ډول ضمانت نشته.

XS
SM
MD
LG