د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له افغانستان سره څه باندې د ۳۰۸ میلیون ډالرو بشري مرستې کوي 


امریکايي وايي افغانستان سره به بشري مرستې کوي
امریکايي وايي افغانستان سره به بشري مرستې کوي

د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۲۲ کې د افغانستان له خلکو سره د څه باندې ۳۰۸ میلیون امریکايي‌ ډالرو اولیه بشري مرستې اعلان کړې.

دا مرستې له هغه وروسته اعلان شوې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري کړکیچ د مخنیوي لپاره له هغه هېواد سره د مرستو تازه غږ وکړ.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې"USAID" ویلي چې دا مرستې به اړمنو او اسیپ پذیزه افغانانو ته د خوراکي‌ موادو، غذا اوروغتیايي اسانتیاوو په برابرولو، د ژمي په پروګرامونو او لوژیستیک په برخو کې لګول کیږي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن دا خبره واضحه کړې ده چې بشري مرستې به مستقیمآ افغانانو ته انتقالیږي‌ او د امریکا متحده ایالتونه به د افغانانو لوی بشري مرسته کوونکی هېواد وي.

د دغو مرستو له اعلان وروسته، د ۲۰۲۱ د اکتوبر له میاشتې په افغانستان کې له خلکو سره او په سیمه کې له افغان کډوالو سره د امریکا د بشري مرستو اندازه ۷۸۲ میلیون ډالرو ته رسیږي.

امریکا وايي چې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو ته ژمنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو نن سه شنبه جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) د افغانستان لپاره د ډېرو بشري مرستو د ټولولو غږ وکړ.

XS
SM
MD
LG