د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د بشري حقونو نقض بند کړي


د بخښنې نړیوال سازمان په یوه لیک کې یو ځل بیا د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د بشري حقونو نقض پای ته ورسوي.

د بخښنې نړیوال سازمان په یاد لیک کې ویلي، نه یوازي دا چې طالب چارواکي د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو تامین په برخه کې پخپلو ژمنو کې پاتې راغلي، بلکې تاوتریخوالی یې نور هم زیات کړی دی.

د دغه سازمان په خبره، طالبانو په تیر یو کال کې له بشري حقونو څخه د ملاتړ کلیدي بنسټونه په «سیستماتیک» ډول منحل کړي او د بیان ازادي، مدني حرکتونه او د افغانستان د ټولو وګړو حقوق یې تر فشار لاندې راوستي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دغه لیک چې د خپرېدو کره نېټه یې نه ده معلومه، تېره ورځ د دغه سازمان د جنوبي اسیا د برخې کار کوونکي سمیرا حمیدي پر ټویټر پاڼه خپور شوی دی.

طالبانو پر افغانستان تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د بشري حقونو کمېسیون منحل کړ.

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه لیک کې راغلي چې طالبانو په دغه موده کې د افغان ښځو او نجونو اساسي حقوق سلب کړي، ګڼ افغانان پخپل سري توګه بندیان، شکنجه، ورک شوي او حتا وژل شوي دي. طالبانو تر دا مهاله د بخښنې نړیوال سازمان د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ورته راپورونه رد کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې اوس مهال خبریالان، د مدني ټولنې فعالان، د بشري حقونو مدافعین، هنرمندان، محصلین او په ځانګړي ډول قومي او مذهبي اقلیتونه په دغه هیواد کې له ګواښ سره مخ دي.

د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د نجونو تر شپږم پورته ټولګي د نجونو پر مخ بند شوي او د کار، ټولنیز او سیاسي فعالیت په برخو کې د ښځو ونډه هم کمرنګه شوې او محدودیتونه پرې زیات شوي دي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه ټینګار کړی چې په افغانستان کې بشري حقونه تر برید لاندې دي او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي تر څو هغوی په افغانستان کې د بشري حقونو برخې ته پام وکړي.

په دغه لیک کې راغلي: "همدا اوس اقدام وکړئ او له طالبانو څخه وغواړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض له هغه جملې څخه غچ اخیستونکو قتلونه، پر قومي او مذهبي اقلیتونو بریدونه، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی، د بشري حقونو فعالانو، د مدني ټولنو، غړو، قاضیانو، پخوانیو دولتي چارواکو او خبریالانو باندې بریدونه سمدستي پای ته ورسوئ."

د بخښنې نړیوال سازمان له ټولو اړخونو څخه غوښتي چې دغه لیک لاسلیک کړي. طالبانو تر دې مخکې ویلي چې په افغانستان کې د ټولو وګړو حقوق تامین کړي دي.

XS
SM
MD
LG