د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران په اړه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې ځانگړې غونډه غواړي


د اتریش په ویانا کې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره
د اتریش په ویانا کې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره

د امریکا متحده ایالاتو د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې غوښتي چې د ایران د اټومي فعالیتونو په هکله یوه ځانگړې غونډه جوړه کړي.

دغه غوښتنه د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې د امریکا د متحده ایالاتو نماینده گۍ مطرح کړې ده.

دا پداسې حال کې دي چې دوه ورځې مخکې د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وویل چې که د بندیزونو د لرې کولو لپاره زیاتې مرستې ونشي، هیواد به یې په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو کار پیل کړي.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې تمه ده د ایران په اړه به ځانگړې غونډه راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ وشي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پدې وروستیو کې وویل چې ایران د غني شویو یورانیمو زیرمه په اټومي تړون کې د ذکر شوې کچې څخه لوړه کړې ده.

ایراني مقاماتو هم اعلان کړی دی چې د غني شویو یورانیمو د زیرمو کچه له ٣٠٠ کیلوگرامو له سطحې اوښتې چې دوي ته یې اجازه ورکړل شوې وه.

له دې سره جوخت د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ اوسمهال د ایران د اټومي تړون د پروگرام پورې د مربوطو معافیتونو د لغوه کولو په ارزونه بوخت دی.

XS
SM
MD
LG