د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا:په افغانستان کې له موازي حکومت سره مخالف یو


د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، امریکا په افغانستان کې د موازي حکومت له رامنځته کېدو سره مخالفه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ عبدالله عبدالله د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې د مراسمو سره یو ځای ځان ته هم د لوړې مراسم تر سره کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یادو غبرګو لوړو له تر سره کېدو څو ساعته وروسته د «مارچ ۱۹مه» پر خپل ټويټر لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د یو متحد او خپلواک حاکمیت څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي پمپیو همدارنګه زیاته کړې چې امریکا په افغانستان کې د سیاسي هواري لپاره د زوره له کار اخیستلو سره مخالفه ده.

نوموړي ویلي:"ټول شموله حکومت ته لومړیتوب ورکول د سولې لپاره مهم دي"

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴سلنې رایو په تر لاسه کولو سره د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان کړ.

خو عبدالله عبدالله چې په تېرو ټاکنو کې ځان بریالی بولي د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غنی له ټاکل کېدو سره مخالفت وکړ.

پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د تېرې اونۍ زیاته برخه یې پر دې تېره شوه چې ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله پر ټول شموله حکومت توافق وکړي.

ښاغلي خلیلزاد د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله پرونیو بیانونو ته په کتو هیله ښودلې چې دواړه لوري اوس هم د سیاسي کړکېچ ختمولو لپاره خبرو اترو ته چمتو دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی به په دې اړه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل چې یو ټول شموله حکومت به رامنځته کړي چې تر دا مهاله یې د ځینو ولایتونو لپاره له خپل اړخه والیان هم معرفي کړي دي.

تر دا مهاله ملګرو ملتونو او پاکستان محمد اشرف غني ته د افغانستان د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG