د لاس رسي وړ اتصالات

د هوا ککړتیا هرکال ٨ میلیونه کسان مړه کوي


د افریقا او اسیا وروسته پاتې هیوادونه تر زیات د ککړې هوا له گواښ سره مخامخ دي
د افریقا او اسیا وروسته پاتې هیوادونه تر زیات د ککړې هوا له گواښ سره مخامخ دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د نړۍ د هرو لسو اوسیدونکو څخه یې نهه ککړه هوا تنفس کوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان یو تازه رپوټ همداشان د کورونو دننه هوا ککړتیا یوه عمومي ستونزه گڼلې چې ددې سازمان په وینا پوره "نده درک" شوې.

هر کال په نړۍ کې په میلیونو کسان د ککړې هوا د تنفس کولو په وجه له منځه ځي او د روغتیا د نړیوال سازمان د رپوټ د موندنو له مخې په افریقا او اسیا کې وروسته پاتې هیوادونه تر نورو زیات له گواښ سره مخامخ دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د عامه روغتیا، چاپریال او ټولنې د برخې مسؤله ماریا نیرا ویلي دي چې د اټکلونو له مخې هر کال د نړۍ اته میلیونه وگړي د ککړې هوا د تنفس کولو او د هغې نه د زیږنده ناروغیو له کبله مړه کیږي.

میرمن نیرا وویل "پوهیږو چې ۴،۲ میلیونه کسان بهر کې د ککړې هوا د تنفس کولو په وجه مري چې اکثر قربانیان یې ښاري ټولنې دي او ۳،۸ میلیونه نورې مړینې پدې خاطر دي چې خلک د پخلي او د خپلو کورونو د روښانه کولو او گرمولو لپاره د هوا د ککړ کوونکو سونگ موادو نه استفاده کوي."

ډاکتره نیرا وایي چې د سونگ پاکو موادو ته د خلکو د لاس رسي زیاتیدل ډیره مهمه اړتیا ده چې د ککړې هواد د تنفس کولو له وجې د مړینو کچه راټیټه شي.

ټاکل شوې چې د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال په اکتوبر کې د هوا د ککړتیا په اړه د ژنیو په ښار کې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي چې د هوا د ککړتیا د زیاتوالي د مخنیوي او د انسان په روغتیا باندې د هغې د ناوړه اثر لپاره لارې چارې ولټوي.

د هند جیپور، د چین تنگشان او د یوگندا کمپاله د هوا د کیفیت له پلوه د نړۍ تر ټولو ککړ ښارونه گڼل شوي دي.

XS
SM
MD
LG