د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: د ښځو او نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز له دین او فرهنګ سره تړوا نلري


د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې د طالبانو حکومت لخوا د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې د ښځینه محصلینو پر ګډون بندیز ته په غبرګون کې ویلي چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دین او فرهنګ سره تړاو نلري.

رینا امیري د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ لومړۍ (سلواغې ۱۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبانو پر ښځو او نجونو د محدودیتونو وضعه کولو په دوام سره، د افغانستان یو لوی بلقوه ځواک خفه کوي.

اغلې امیري زیاته کړې: "د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو بې رحمانه کړنې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هیوادونو او اکثریت مسلمانانو، خپله افغانانو او نړۍ لخوا رد شوي دي."

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د تیرې شنبې په ورځ د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې نجونو ته د راتلونکې میلادي میاشتې د کانکور په آزموینه کې تر «امرثاني» پورې د ګډون اجازه ورنکړي.

د طالبانو حکومت د لوړ زده کړو وزارت دغه تازه پرېکړې زیات غبرګونونه پارولي او تیره ورځ د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو، جرمني او جاپان سفارتونو او اسلامي همکاریو سازمان لخوا پر دغې پرېکړې باندې انتقاد شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیرې کرن ډکر چې د افغانستان لپاره خپلې چارې له قطر څخه مخکې وړي ویلي: "پر زده کړو وروستی داخلي برید،طالبان کمزوري کوي، خو په افغانستان کې د راتلونکي فقر تضمین کوي."

اغلې ډکر زیاته کړې که افغان نجونې د ښږ کال کانکور ازموینو کې ګډون ونکړي، په خبره یې دا به د نجونو پر مخ د پوهنتونونو «ژر پرانیستلو» په اړه د طالبانو ژمنه تر سوال لاندې راولي.

د افغانستان لپاره د جرمني سفارت هم د طالبانو د یادې پرېکړې په اړه «ناهلیې» ښودلې ده او زیاته کړې ده چې دغه پرېکړه هیواد له خپلې ارزښتمنې پانګې څخه بې برخې کوي چې پایله به یې د افغانانو لپاره کم پرمختګ، کمه پراختیا او د زیات درد ورکول وي.

د یادو غبرګونونو په دوام د افغانستان لپاره د جاپان سفارت هم د طالبانو حکومت دغه پرېکړه «خواشینوونکې» بللې ده.

دغه سفارت له طالبانو څخه غوښتي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او په افغانستان کې نجونو او ښځو ته د زده کړو یو شان زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د اسلامي همکاریو سازمان ویلي چې د طالبانو حکومت تازه پرېکړه په افغانستان کې د ښځو د زده کړو په وړاندې محدودیتونه نور هم سختوي.
دغه سازمان هم د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د نجونو د زدکړو او کار بندیز په اړه خپلې پریکړې بیرته لغوه کړي.

XS
SM
MD
LG