د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان ته ۳۵۰۰ اضافي عسکر لیږي


امریکایي چارواکو د چارشنبې په ورځ (سپټمبر ٦) وویل چې افغانستان ته درې زره او پنځه سوه اضافي عسکر لیږي چې پدې سره به په افغانستان کې د ټولو امریکایي عسکرو شمیر ۱۴ زرو ته ورسیږي.

د امریکا د دفاع وزیر جیم مټیس تیره اونۍ خبریالانو ته ویلي و چې افغانستان ته یې د اضافي امریکایي عسکرو د لیږلو امر لاسلیک کړی خو دا یې نه وو ویلي چې څومره عسکر به لیږي. ښاغلي مټیس ویلي و چې د کانګریس غړیو ته د معلوماتو د ورکولو نه وروسته به د عسکرو د شمیر مسله د امریکایانو سره شریکه کړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي چې د امریکا د دفاع وزیر جیم مټیس، د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن او د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال جوسف ډنفورډ پرون د کانګریس د غړیو سره د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړله.

چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي دي چې شاوخوا درې نیم زره عسکر افغانستان ته د لیږلو لپاره منظور شویدي خو پنټاګان بیا وایي چې تر هغه وخته د عسکرو شمیر په هکله څه نه وایي تر څو پورې چې د دفاع وزیر جیم مټیس په رسمي ډول اعلان نه وي کړی.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې کله تیره میاشت د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره خپله تګلاره اعلانوله، ویلي یې و چې په افغانستان کې به امریکایي عسکر د وخت پر اساس نه بلکې د جګړې په ډګر کې د شرایطو ته په کتو پاتې شي.

ښاغلي ټرمپ پخپلې وینا کې د پاکستان په خلاف د جدي دریز غوره کولو خبره هم کړې وه. په پاکستان دا تور دی چې پخپلې خاورې کې یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې په افغان او امریکایي عسکرو بریدونه کوي.

د جګړې نوې تګلاره:

د امریکا مخکني جمهور رئیس براک اوباما په افغانستان کې امریکایي عسکرو ته اجازه ورکړې وه چې یوازې په هغه صورت کې دې په طالبانو هوایي برید وکړي چې د جګړې په ډګر کې د "غټ بدلون" سبب کيږي.

خو امریکایي چارواکو چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تګلاره یې لیدلې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې "امریکایي عسکر اجازه لري په طالبانو حمله وکړي حتی که هغوي په مستقیم ډول افغان امنیتي ځواکونو ته خطر هم نه وي پیښ کړی."

د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا په افغانستان کې ۲ زره امریکایان وژل شوي. یوازې لس امریکایي عسکر په روان میلادي کال کې په افغانستان کې وژل شوي.

XS
SM
MD
LG