د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس په سعودي کې ۳۰ پاکستانیان مړه کړي


په سعودي کې ګڼ پاکستانیان اوسیږي‌ا و ډېر یې دمزدورۍ لپاره تللي‌ دي
په سعودي کې ګڼ پاکستانیان اوسیږي‌ا و ډېر یې دمزدورۍ لپاره تللي‌ دي

په سعودي عربستان کې د پاکستان سفارت وایي‌ چې د کرونا ویروس له خپرېدو را وروسته ۳۰ پاکستانیان د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مړه شوي‌ دي.

په ریاض کې د پاکستان سفیر راجا علي اعجاز وايي چې شاوخوا ۱۵۰ نور پاکستانیان په دغه ویروس اخته شوي‌ دي.

ښاغلي اعجاز د یو ویدو کنفرانس له لارې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په خبرو کې وویل چې د سعودي‌ حکومت په کرونا د اخته کسانو درملنې ته ځانګړی پام کوي.

د امریکا غږ د ډیوه څانګه وايي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سعودي‌ له حکومت څخه مننه کړې ده چې د کروناویروس د وبا پر مهال یې پاکستاني‌ کاریګر له هغه هېواد څخه نه دي‌ شړلي.

په سعودي‌ کې د پاکستان سفیر د مړه شویو پاکستانیانو په اړه ډېر معلومات ورنکړل. سعودي عربستان کې لسګونه زره پاکستانیان اوسیږي او ډېر یې د مزودۍ لپاره ته تللي دي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس کروناویروس په پاکستان کې دننه تر دې دمه شاوخوا ۵۹۶ کسان مړه کړي‌ او نژدې ۲۶زره نور پرې اخته دي.

د سعودي‌ چارواکي وايي‌ چې د کرونا له کبله په هغه هېواد کې شاوخوا ۲۲۰ تنه مړه شوي‌او تر ۳۳زرو زیات نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

سعودي عربستان د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د عمرې حج بند کړی او لا معلومه نه ده چې سږکال به د حج مراسم هم ترسره شي که نه.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین په ووهان کې خپور شو او دا مهال یې د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو او سیمو کې څه باندې نژدې ۲۶۰زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۳.۸ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته دي.

XS
SM
MD
LG