د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ د کاروبارونو د بیا خلاصولو د پلان جزیات نه خپروي


یوه ښځه ماسک پر مخ د سپینې ماڼۍ له مخې تېرېږي
یوه ښځه ماسک پر مخ د سپینې ماڼۍ له مخې تېرېږي

سپينه ماڼۍ په متحدو ایالتونو کې د کرونا له کبله د لګول شویو محدودیتونو د ختمولو او کاروبارونو د بیا پرانیستلو د پلان جزیات نه خپروي.

د ټرمپ ادارې په دې اړه د خپلې پرېکړې ننګه کړې ده.

د اسوشیتډ پرس اژانس په خپل یو راپور کې ویلي دي‌ چې سپینې ماڼۍ د کاروبارونو د بیا پرانیستلو په اړه د دغه هېواد د ناروغیو د کنترول د مرکز پلان ځنډولی دی.

دغې ادارې سپینې ماڼۍ ته د ۱۷-مخونو یو راپور سپارلی و چې د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې کله او څنګه د قرنطین محدودیتونه ختم، عامه ځایونه او کاروبارونه بېرته پرانیستل شي.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ناوخته مۍ ۷ (غويي۱۸) په یو ایمیل کې امریکا غږ ته لیکلي دي‌ چې د ناروغیو د کنترول مرکز په خپل پلان کې په مشخص ډول نه دي‌ ویلي چې کوم ایالتونه د کومو شرایطو په اساس بېرته کاروبارونه پرانیزي.

وايي ولسمشمر ټرمپ د اپریل په ۱۶ نېټه په دې اړه ډېره عمومي لارښوونه اعلان کړه.

په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي‌ چې د ناروغیو د کنترول د مرکز د راپور له افشا کېدو وروسته د کروناویروس سره د مبارزې ځانګړې ډلې ته ویل شوي چې د ولسمشر ټرمپ د لارښوونو په اساس د امریکا په ښارونو او کلیو کې خپل فعالیت روان وساتي.

د متحدو ایالتونو د ناروغیو د کنترول مرکز په خپلې لارښوونې کې د امریکا د ۵۰ ایالتونو چارواکو، سوداګرو، زده کوونکو او ښوونکو، مذهبي‌مشرانو او نورو ته لارښوونې کړې وې چې کله او څنګه بېرته خپل کاروبارونه پرانیزي.

ټاکل شوې چې وه چې د ۱۷-مخونو دا راپور تېره جمعه خپور شوای وای، خو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشیتډپرس ته ویلي دي‌ چې راپور به هېڅکله خپور نشي.

اسوشیتډپرس وايي د دغه راپور یوه کاپي یې ترلاسه کړې او لوستلې ده.

د کروناویروس چې د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شوی، دا مهال یې د امریکا په متحدو ایالتونو کې څه باندې ۷۵۵۰۰ کسان مړه کړي‌ او شاوخوا ۱.۲ میلیونه نور کسان په دغه ویروس اخته دي.

XS
SM
MD
LG